د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د تېلو تولیدونکو هېوادونو مشران د تېلو پر تولید خبرې کوي


د نړۍ د تېلو سترتولیدونکي هېوادونه نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې غونډه کوي او د تېلو د تولید د کمېدو پرلاروچارو غورکوي.

ایران چې یو د نړۍ د تېلو سترتولیدونکي دی په دې غونډه کې له سعودي عربستان سره د اختلافاتو له امله ګډون نه کوي.

سعودي عربستان یو له هغو هېوادونو دی چې په کلکه له ایرانه غواړي چې د تېلو تولیدات کم کړي خو تهران وایي تراوسه یې د تېلو تولید حتی هغې کچې ته هم نه دی رسېدلی چې د لوېدیځ له بندیزونو مخکې دې هېواد تولیدول.

د تېلو د تولیدونکو او صادرونکو هېوادونو سازمان اوپک او له دې سازمانه بهرستر تولیدونکي نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې په غونډه کې پردې خبرې کوي چې نړۍ ته د تېلو عرضه د امکان ترحده راکمه کړي.

په دې غونډه کې له ایران پرته چې د تېلو یوبل سترتولیدونکی هېواد دی، د شاوخوا ۱۵ هېوادونو لوړرتبه چارواکي ګډون کوي.

تهران ویلي دې غونډې ته په دې خاطراستازی نه لېږي چې سعودي عربستان ژمنه کړې ده چې ترهغو به د تېلو د تولیداتو د کمولو لپاره پریوې موافقې لاسلیک ونه کړي چې ایران هم ورته کارونه کړي.

ایران چې تراوسه یې د تېلو د تولیداتو کچه له هغې اندازې کمه ده چې دې هېواد د لوېدیځ د بندیزونو مخکې نړۍ ته صادرول، د تېلو د تولید د کمولو لپاره د تېرې جنورۍ د میاشتې موافقه نه مني.

تهران ویلي چې د تېلو وزیر بیژن زنګنه به د دوحه کې په خبرو کې ګډون ونه کړي خو پر ځای به یې یواځي د اوپک په سازمان کې د دې هېواد استازی دې غونډې ته واستوي.

ایران غواړي چې په ورځ کې یومیلیون بېرله زیات تېل تولید کړي چې مخکینې کچې ته ورسېږي.

د دوحه په غونډه کې روسیې چې د اوپک له سازمانه بهرد تېلو ستره تولیدونکې ده هم ګډون کړی دی.

روسیې او د اپک غړیو لکه سعودي عربستان، په نړۍ کې د تېلو د تولید د کمېدو لپاره چې تېرکال یې د تېلو بیه ډېره راټيټه کړې ده، په تېره جنوري میاشت کې موافقه وکړه چې د تېلو تولیدات به کموي.

د انرژې نړیوالې ادارې د دوحه له خبرو د زیات انتظار په وړاندې محتاطانه خبرداری ورکړی او ویلي يې دي چې دغه غونډه به نړۍ ته د تېلو پرعرضې ډېر کم اغېز وکړي.

د کویټ د تېلو سرپرست وزیر دوحه ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل چې دی خوشبین دی چې په دې غونډه کې به د تېلو د تولید پرکمېدو موافقه وشي.

XS
SM
MD
LG