د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

ویسا: د هېواد شمال د بدې انارشۍ په لور روان دی


د هېواد په شمالي ولایتونو کې روانې ناامنۍ او د سولې په اړه پیل شوې هڅې د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

ویسا:

د هیواد شمال د بدې انارشۍ په لور روان دی، دا د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، تېره چهارشنبه د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د دوو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کې د تخار د ولایتي شورا د یوه غړي په ګډون څلور تنه نور ووژل شول چې د لیکوال په خبره د جګړې لوري د عین الدین په نوم د ولایتي شورا وژل شوی غړی او یو پخوانی جهادي قوماندان و.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په دغسې جګړو کې هغه کسان ښکیل دي چې د غیر مسئوله وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې په باور، حکومت باید په شمال کې د خپل سرو وسله والو د فعالیت مخه ونیسي که نه په لوی سرخوږي به بدل شي او د کندز ښار د سقوط پېښې به تکرار شي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ خپله سرمقاله د کندز روانو جګړو ته ځانګړې کړې او پوښتنه یې کړې، آیا یوځل بیا به د کندز ښار د سقوط ترخه تجربه تکرار شي؟

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل سره د کندز او بغلان په یو شمېر سیمو کې حملو ته زور ورکړی او نږدې ده چې بیا د کندز مهمې سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

ورځپاڼې بیا په ورته وخت کې د افغان ځواکونو له خوا پيل شویو عملیاتو ته اشاره کړې او لیکلي دي، طالبانو په هغو سیمو کې حملې زیاتې کړي چې پخوا په کې د افغان ځواکونو له خوا سخت ځپل شوي دي.

سرخط:

له طالبانو سره سوله ممکنه ده؟ دا د سرخط ورځپاڼې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې راغلي، په لومړي سر کې د سیاستوالو تېروتنه داوه چې طالبان یې په نشت حسابول او داسې فکر یې کاوه چې په اسانۍ سره به له صحنې لرې شي، خو لیکوال ویلي، د طالبانو د ماهیت په اړه څېړنه نه وه شوې.

په مطلب کې راغلي، د سولې په تړاو چې تراوسه کومې ناستې شوي، ټولې یې نمایشي وې او دا پوښتنې نه دي ځواب شوي چې طالبان ولې ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او ولې ځان ته ځوانان جذبوي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا د سولې په اړه خپله سرمقاله کې لیکلي چې سوله لا هم د تسلیمۍ په معنا ده او ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې غوښتنې به هغه وخت ومني چې په بشپړه توګه د سولې له بهیر سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG