د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

اته اسلامي هېوادونه د افغان سولې له ټینګښت سره مرسته کوي


د حکومت اجراییه ریاست وایي، د اتو اسلامي هېوادونو مشرانو ژمنه کړې چې له تروریزم سره د مبارزې او د سولې په ټینګښت کې به له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي، اجراییه رییس عبدالله عبدالله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ناستې په څنډه کې د اتو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره ولیدل او هغوی په یادو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو ژمنې کړي دي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ناسته
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ناسته

افغانستان یو وار بیا له تروریزم سره د مبارزې او د سولې د بهیر لپاره د هغو هېوادونو په تمه دی چې د اجراییه ریاست په وینا له دې وړاندې یې په دې برخو کې خپلې ژمنې سمي نه دي عملي کړي.

عربستان، ترکیه، ایران، اردن، مالیزیا، پاکستان، مصر او بلاروس هغه هېوادونه دي چې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله یې له مشرانو سره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د وروستۍ ناستې په څنډه کې و لیدل.

په دغه لیدنو کې په افغانستان کې له تروریزم سره د ګډې مبارزې، په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت او په اقتصادي او فرهنګي چارو کې د مرستو ژمني و شوې.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي د افغانستان د سولې په بهیر او له تروریزم سره مبارزه کې د عربستان، پاکستان، ایران، ترکیې او مصر رول مهم ګڼي.

په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت او په اقتصادي او فرهنګي چارو کې د مرستو ژمني و شوې
په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت او په اقتصادي او فرهنګي چارو کې د مرستو ژمني و شوې

هغه زیاته کړه:

"اجراییه رییس چې د اسلامي هېوادونو له تقریباً زیاتو مشرانو سره دوه اړخیزې ناستې درلودې د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې او په دې برخه کې پر ګډې همکاري بحث کړی چې دا کولای شي په دغه مرحله کې چې اوس موږ قرار لرو مرسته وکړي."

د همدې هېوادونو له ډلې څخه چې له افغانستان سره یې د سولې په راوستلو او تروریزم سره مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنې کړي، یو هم پاکستان دی.

هغه هېواد چې په وار وار د کابل له خوا یې د مشرانو پر صداقت شک ښودل شوی دی.

خو له دې ټولو سره افغانستان تمه لري چې په یادو برخو کې به پاکستان همکاري کوي.

اجراییه ریاست وایي، د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ۱۳مې ناستې په ترڅ کې له ښاغلي عبدالله سره د لیدو پر مهال ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به له تروریزم سره د مبارزې او سولې په هڅو کې مرسته کوي.

خو سیاسي کارپوه احمد سعیدي بیا له افغانستان سره د دغو هېوادونو پر همکارۍ شک لري.

افغان سیاسي کارپوه احمد سعیدي
افغان سیاسي کارپوه احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"په تېرو څه باندې پنځوسو کلونو کې چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډې لرلې، په خواشینۍ سره هیڅ داسي لاسته راوړنه یې نه درلوده چې د اسلامی هېوادونو درد دوا کړي، بهتره ده کومې ژمنې چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو مشرانو ښاغلي عبدالله ته ورکړي، تم شو، هیله ده دا یواځې تش په نامه ژمنې و نه اوسي."

افغانستان په داسي حال کې له تروریزم سره د مبارزې او سولې د راوستلو په برخه کې د اسلامي هېوادونو نویو همکاریو ته خوشبینه دی چې د کارپوهانو په باور تر اوسه له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو بهیر لازمه نتیجه نه درلوده.

و به کتل شي چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو تازه ژمنې به څومره ګټورې تمامي شي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي، دغه ژمنې به هغه وخت ګټورې وي چې افغان حکومت یې جدي و ګڼي که نه نو د تېرو ژمنو په څېر به بې اغېزې وي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG