د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د طالبانو خپلمنځي کړکېچ القاعده سره د نږدې کېدو لار خلاصه کړې


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان وايي، د ملا محمد عمر تر مړینې وروسته د طالبانو په رهبرۍ کې کړکېچ، له نورو ډلو لکه القاعده سره د هغوی د اړیکو نږدې کېدو ته لاره خلاصه کړې ده.

جنرال جان نیکولسن پرون جمعه رویټرز ته وویل، دې مسئلې په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزه پېچلې کړې ده.

ده څرګنده کړه چې د ملا محمد عمر له مړینې او د هغه پر ځای د ملا اختر منصور له ټاکل کېدو راهیسې، د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې پياوړي شوي دي.

د نیکولسن په باور، د ملا محمد عمر ترمړینې وروسته، ملا منصور د مشرتابه د ګټلو لپاره اړ شوی چې له القاعده او د حقاني له شبکې سره اړیکې نږدې کړي.

ده څرګنده کړه چې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې پياوړي شوي دي.
ده څرګنده کړه چې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې پياوړي شوي دي.

جنرال نیکولسن رویټرز ته وړیل:

"ملا عمر ظاهراً له القاعده ځان لرې نیولی و خو ملا منصور داسې نه دی، زه فکر کوم چې د لیل یې دا دی چې ملا منصور د طالبانو د مشرتابه لپاره د ملا محمد عمر په څېر مشروعیت نه درلود."

د نړیوالو ځواکونو دې قوماندان په افغانستان کې د وضعیت په ارزونه لیګا دی.

د القاعده په څېر تروریستي ډلو او طالبانو د اړیکوپه اړه د جنرال نیکولسن نظر په افغانستان کې د عسکرو د شمېر د کمولو لپاره د امریکا پر پلان چې راتلونکی کال به عملي کېږي، اغېز کولای شي.

د امریکا متحد ایالات غواړي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۵۵۰۰ ته را ټیټ کړي.

د دې ترڅنګ، ټاکل شوې چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورې ورکولو پروګرامونه چې د ناټو په مشرۍ ائتلاف یې رهبري کوي، محدود شي.

د رویټرز په حواله، که چېرې القاعده شبکه چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې حملې وکړې، یو وار بیا په افغانستان کې د فعالیت ازادي پیدا کوي، نه یوازې افغانستان بلکې له دې هېواده بهر هم امنیت ته ستر ګواښ پېښولای شي.

القاعده شبکه یوازې افغانستان نه بلکې له دې هېواده بهرهم امنیت ته ستر ګواښ پېښولای شي.
القاعده شبکه یوازې افغانستان نه بلکې له دې هېواده بهرهم امنیت ته ستر ګواښ پېښولای شي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونوقوماندان جنرال جان نیکولسن رویټرز ته ویلي:

"اوسمهال، د طالبانو او تروریستي ډلو ترمنځ همکاري ډېره واضح لیدل کېږي، زموږ اندېښنه دا ده چې که چېرې طالبان بیا واک ته ورسېږي نو له داسې ډلو سره د نږدې اړیکو له امله به یو وار بیا هغوی ته پناه ځایونه ورکړي."

د امریکا یو شمېر سیاستوال او د افغانستان ځیني پوځي قوماندانان له واشنګټن سره استدلال کوي چې په دې هېواد کې د خپل پوځي ماموریت د محدودولو پر پلان له سره غور وکړي.

دوی اندېښنه لري چې د افغانستان امنیت ته د وسله والو طالبانو له لوري ګواښ د زیاتېدو په حال کې دی.

خو د رویټرز په حواله، د امریکا زیات عام خلک په افغانستان کې د دې ماموریت له دوام سره علاقه نه لري ځک هداسې ګڼي چې په افغانستان کې ستونزې په افغانستان پورې محدودې دي او نړیوالو ته ګواښ نه شي پېښولای.

جنرال نیکولسن که څه هم د افغانستان د وضعیت په اړه خپله ارزیابي ۵۰ فیصده بشپړه کړې خو په دې اړه ېې رویټرز اژانس ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو طالبان د تروریستانو په ډله کې نه دي حساب کړي.

له دې امله، امریکايي ځواکونو پر طالبانو د حملو محدود صلاحیت لري.

جنرال نیکولسن ویلي، موږ به بیا هم دا واک لرو چې د اړتیا په صورت کې یو اړخیز یا له خپله لوري عملیات وکړو خو د پخوا په پرتله به یې شمېر کم وي.

XS
SM
MD
LG