د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۲

کابل میشت قومونو له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ


د کابل میشتو قومونو د یووالي ټولنیزې شورا په خپله پرانیست غونډه کې د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دې شورا په غونډه کې د کابل ښار او ولسوالیو د بېلابېلو قومونو په سلګونو استازېو برخه اخیستې وه.

دوی ویل امنیتي ځواکونه د هېواد د سولې او ثبات ټینګول په غاړه لري او ټولو هېوادوالو ته پکار ده چې ملاتړ یې وکړي.

کابل میشت قومونه حاضر دي چې د هېواد په روانو ترینګلو امینتي حالاتو کې د ملي اردو، ملي امینت او ملي پولیسو د ځواکونو ملاتړ وکړي.

دوی وویل، امنیتي ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مخالفینو د حملو د شنډولو او د هغوی د ځپلو لپاره هر ډول قربانیو ته حاضر دي، د دې له امله هر هېوادوال ته پکار ده چې ملاتړ يې وکړي.

کابل میشت قومونه حاضر دي چې د هېواد په روانو ترینګلو امینتي حالاتو کې د ملي اردو، ملي امینت او ملي پولیسو د ځواکونو ملاتړ وکړي.
کابل میشت قومونه حاضر دي چې د هېواد په روانو ترینګلو امینتي حالاتو کې د ملي اردو، ملي امینت او ملي پولیسو د ځواکونو ملاتړ وکړي.

د دې شورا رييس صلاح الدین جاوید وویل:

"دا شورا د خلکو په ټولو امکاناتو سره له خپلو اولادونو او ګرانو وروڼو څخه چې د جنګ په جبهو کې له ملي حاکمیت، د خاورې له بشپړتیا او استقلاله د دفاع په خطر جنګیږي، ملاتړ کوي او زحمتونه یې ستايي."

د غونډې ګډونوالو وویل، په هېواد کې د سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او داسې نورو ورځینو فعالیتونو د بې ثباتۍ یوازینی لامل، روانه ناامني ده.

دوی وویل، سره له دې چې امنیتي ځواکونه په میړانه سره د امنیت د ټینګښت لپاره سرښندنې کوي، خو که خلک د دې ځواکونو ملاتړ وکړي، سولې ته به د رسیدو لار لڼده شي.

په جوړې شوې ناسته کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال عرفان اله عرفان هیله وښوده چې دا شورا وکړای شي له امنیتي ځواکونو سره پر ملاتړ سربېره، په خپلو هلو ځلو سره د ښې حکومتولۍ په ټینګولو او د فساد پر ضد مبارزه کې هم ونډه واخلي.

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"دا چې د کابل میشتو قومونه د یووالي ټولنیزې شورا اعلانوي، زما له نظره دا هغه کسانو ته یو ګوزار دی چې غواړي ټولنه مو په بېلابېلو نومونو وویشي.راځئ د دې شورا په لا یووالي کار وکړو او ستاسې د استازو په توګه له امنیتي ځواکونو دفاع کوو او هر یو مو د هېواد یو سرتیری دی."

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دې وزارت پخوا تردې هم د مخالفینو د حملو د مخنیوي په خاطر، د خلکو له استازو سره مشورتي ناستې جوړې کړي او تاکید یې پرې کړی چې د هغوی همکاري کولای شي، هېواد او خلکو ته د ډیرو امنیتي ګواښونو مخه ونیسي.

په غونډه کې د هېواد د امنیتي ځواکونو ځیني منسوبین وستایل شول.

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ مرستیال عبدالجلیل صامت ژمنه وکړه چې د خلکو د امنیت لپاره به روانې هڅې جاري وساتي.

ښاغلي صامت زیاته کړه:

"له تاسې سره ژمنه کوم چې ستاسې د امنیت او د قانون د نتفیذ لپاره به هلې ځلې جاري ساتو او د هغو پر وړاندې به مبارزه کوو چې اوس هم د یو ګواښ په توګه ګڼل کیږي."

په روانه میاشت کې دا څوم ځل دی چې ځیني مدني ټولنې د غونډو په جوړولو سره، د هېواد له امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګندوي.

د چارو پوه سردار خان ځدران وايي، اوس هم د دې ضرورت شته چې په امنیتي ځواکونه کې دا مهارت او مسلکي توانمندينوره هم پیاوړي شي چې د خلکو بشپړ ملاتړ حاصل کړي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG