د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د لوګر عامه کتابتون د مالوماتو غني سرچینه ده


د لوګر عامه کتابتون چې په دې وروستیو کې ورته نوې او مجهزې وداني جوړه شوې، د نجونو او هلکانو لپاره د ریسرچ، څېړنې، د مالوماتو د راغونډولو او مطالعې په غني سرچینو کې حسابیږي.

یاد کتابتون چې زرګونه عنوانه کتابونه لري، د لوګر د مرکز په یوه داسې سیمه کې جوړ شوی، چې هر څوک ورته له نږدې لاسرسۍ لري او له همدې کبله هره ورځ سلګونه ښځې او سړي، همدارنګه نجونې او هلکان ورځنې ګټه اخلي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدشفیق پوپل مشال راډیو سره په خبرو کې د عامه کتابتون څخه د ډېرو ګټه اخیستونکو لامل دا ښيي، چې یو خو د کتابتون دروازه د ورځې په جریان کې خلاصه وي او بل په ښوونیزو مرکزونو کې دې کتابتون لپاره به پرلپسې توګه عامه پوهاوی کیږي.

شفیق پوپل زیاتوي:

"دغه کتابخانه د ورځې په جریان کې د ټولو ځوانانو پر مخ خلاصه ده او ځوانان چې خویندې او وروڼه په کې دي، دلته راځي، د کتابتون کارکوونکي هر وخت لیسو، اکاډمیکو مرکزونو ته تر څو هغو ته دا ځای وروښيي او دوی راشي دې کتابخانې نه استفاده وکړي."

د لوګر یو تن اوسیدونکی چې د کورنۍ غړي يې د عامه کتابتون نه ګټه اخلي، د یاد کتابتون د اسانتیاوو په باب داسې وايي:

"نوم مې هدایت الله د لوګر اوسیدونکی، دا کتابتون چې دی زما زامن، وروڼه او وریرونه مې ټول راځي دلته درس وايي، مطالعه کوي، کتابونه له ځانه سره د امانت په ډول وړي او ښه برداشت ځنې کوي."

د لوګر عامه کتابتون ته له نارینه وو سربیره ښځې او نجونې هم ورځي، دوی وايي عامه کتابتون د تحصیلي مونوګرافونو د بشپړولو او د علمي سیمنارونو د جوړولو لپاره یوه ښه مالوماتي سرچینه ده:

"زرغونه صدیقي یم، مخکې د لوګر ښځو کورسونو او نورو ښوونیزو مرکزونو ته د تګ زمینه نه درلوده، اوس ډیری محصلان د خپلو تحصیلي مونوګرافونو د بشپړولو او یا نور سیمنارونه چې ورکول کیږي کولای شي، د مالوماتو لپاره دې کتابتون ته مراجعه وکړي."

د لوګر د والي فرهنګي سلاکار دین محمد درویش د ځوانانو لپاره مطالعه او کتاب لوستل اړین ګڼي او د نورو لوستو کسانو هم غواړي چې د خپل کلي او کور خلک مطالعې او زده کړو ته وهڅوي:

"کچیرې هر ځوان کتاب د ځان معشوقه وټاکي نو دا به د نورو مجازي مینو نه ښه عشق وي، د دې معشوقې له لارې کیدای شي، خپلو نورو مینو ته هم ورسیږي، ښه داده په هر کلي او کور کې چې باسواده او د مطالعې مینه وال وي، نور هم مطالعې ته وهڅوي ځکه مطالعه هغه بها او سرمایه ده، چې په لوستلو کې ډیریږي خو کمیږي نه."

د یادونې وړ ده، که څه هم له پخوا نه په ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې په خپل چوکاټ کې عامه کتابتونونه لري، خو د ګټه اخیستونکو شمېر يې لږ وي، بل لوري ته د لوګر فرهنګي چارواکي کتاب لوستنې ته د خلکو هڅونه خپله کاري وجیبه ګڼي او له همدې کبله توانیدلي چې خلک په پراخه کچه له عامه کتابتونه ګټې اخیستنې ته وروبولي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG