د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

افغان چارواکي وايي په دې هېواد کې سیاسي زندان نشته


افغان حکومت وايي چې په افغانستان کې سیاسي زندان نشته او زیاتوي چې حکومت د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د هېواد په عدلي او قضايي ادارو کې جدي او اصلاحي اقدامات تر کار لاندې نیولي دي.

افغان چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ او په هغه کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو یادونه وکړه.

ارګ وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړوونکو سره د حساب کتاب لپاره یې د هېواد په عدلي او قضايي ادارو کې جدي او اصلاحي اقدامات تر کار لاندې نیولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت یې هم اندیښنه ښودلې.

په راپور کې پر ملکي وګړو د وسله والو مخالفینو بې دریغه حملې او د ملکي وګړو او د دولتي مامورینو وژنه او همدا راز د دولتي ځواکونو له خوا د نیول شوېو کسانو شکنجه او له هغو سره ناوړه چلند په افغانستان کې د بشري حقونو عمده ستونزې بلل شوي.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې د هېواد د ټولو ولایاتو د مرافعې د محاکمو د قاضیانو لېرې کېدل په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت د ښیګڼې لپاره د اقداماتو د مثال په توګه یادوي او وايي، د شکنجې د مخنیوي لپاره هم دولت د عمل یو ملي پروګرام جوړ کړی دی او د څارنوالۍ او نورو عدلي- قضايي ادارو له خوا یې د دې پروګرام د تطبیق امکانات برابر کړي.

بیان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته اشاره کوي، لیکي چې په دې راپور کې د تېرو دوو کلونو ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو د وضعیت څیړنه شوې.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي چې د تیرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی.

ښاغلي مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله د بشري سرغړونو موارد ډیر زیات راکم شوي او دا په دې معنا ده چې حکومت د بشري حقونو په مسئله کې خورا زیات جدي دی.

مینه پال د افغانستان په توقیف ځایونو کې د شکنجې ادعا رد کړه:

"په محابسو کې د شکنجې خبره موږ ردوو. ولسمشر د خپل کار په لومړېو ورځو کې له څرخي پله زندان او بیا له ښځینه محبس څخه لیدنه وکړه، په دې خاطر چې د هغو ژوند وګوري او د هغو دوسیې وڅیړل شي او د ستونزو په اړه یې مخامخ خبرې ورسره وکړي. دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ د محابسو وضعیته ته کاملا متوجه یو."

مینه پال د افغانستان په توقیف ځایونو کې د شکنجې ادعا رد کړه.
مینه پال د افغانستان په توقیف ځایونو کې د شکنجې ادعا رد کړه.

خو د عفوې نړېوال سازمان د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې د سرغړونو یاد شوي موارد تر ډیره رښتیا بولي.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې څیړونکې حوریې مصدق ازادي راډیو ته وویل:

"د عفوې نړېوال سازمان باور لري او زموږ څیړنې هم ښيي چې نه یوازې د دولت د وسله والو مخالفینو په حملو کې ملکي تلفات بلکې د افغانستان د دولت، د دولتي چارواکو او د پارلمان د غړو له خوا بشري سرغړونې هم تر ډیره حده په افغانستان کې ثبات ته ګواښ کوي. په عین حال کې که څه هم د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ملکي تلفات تر ډیره راکم شوي خو بیاهم د دې عملیاتو راپورونه موږ ته رارسیږي په تیره د هغو حملو چې د بې پیلوټه الوتکو یا درون په وسیله ترسره کیږي."

حوریه مصدق
حوریه مصدق

ارګ وايي، حکومت د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ په هېواد کې ازاد سیاسي چاپیریال او د ډیموکراتیکو ارزښتونو ټینګښت ته ژمن دی او ټینګار کوي چې په افغانستان کې سیاسي زندان نشته.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال همدا راز وویل چې د افغانستان حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له لارې د هېواد په زندانونو کې د بشري حقونو پر وضعیت پرله پسې څارنه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت د هېواد په هیڅ برخه کې چاته د شخصي زندان د لرلو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG