د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د وژل شوېو پولیسو کورنیو ته د کورونو د ورکولو لړۍ پیل شوه


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وژل شوېو پولیسو وارثینو ته د کورونو د ورکولو لړۍ پیل کړه.

د دې وزارت چارواکو د پنجشبنې په ورځ د بېلابېلو ولایتونو د وژل شوېو پولیسو ۵۹ کورنیو ته په کابل کې د اپارتمانونو کیلي ورکړې او وايي چې دا پروسه به دوام پیدا کړي.

د وژل شوو پولیسو وارثین وايي چې بې کرایې او په با امنه سیمو کې استوګن کیدو ته خوشحاله دي او د حکومت دا کار ستایي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې د ټولو وژل شوېو پولیسو وارثینو د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې د ټولو وژل شوېو پولیسو وارثینو د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې د ټولو وژل شوېو پولیسو وارثینو د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د پنجشنبې په ورځ د امنیتي منسوبینو وارثینو ته د ۵۹ بابه اپارتمانونو د سپارلو په مراسمو کې وویل چې دا یو پیل دی خو هڅه دا ده چې د وژل شوېو کسانو ټولو کورنیو ته ورسیږي.

ښاغلی جاهد وايي چې د افغان ځواکونو وارثینو او معلولینو ته پاملرنه د ملي وحدت حکومت لومړیتوب دی:

"دا لومړی ګام دی خو موږ د خپلو وژل شوېو سرتېرو وارثینو ته دا ډاډ ورکوو چې د کورنیو چارو وزارت به د ټولو وژل شوو کسانو کورنیو ته پاملرنه وکړي، موږ به له هر هغه امکانه ګټه واخلو چې زموږ په واک کې دي."

دا اپارتمانونه د ایټالیا حکومت په مرسته د کابل په څلورمه ناحیه کې د هغو وژل شوېو پولیسو کورنیو ته جوړ شوي چې بې وزله ژوند لري او د کورنیو غړو شمېر یې ډير وي.

دا اپارتمانونه د پولیسو په ښارګوټي کې جوړ شوي چېرته چې له دې وړاندې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د وخت حکومت هم د پولیسو منسوبینو ته کورونه سپارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغو اپارتمانونو شاوخوا ۴۶ میلیونه افغانۍ مصرف راغلی او د بېلابېلو ولایتونو څخه د پولیسو پاتې شوي کورنی ورته د قره کشی پر اساس انتخاب شوي دي.

په جګړو او بمونو د وژل شوېو پولیسو کورنۍ وايي، د حکومت له دې اقدامه خوښ دي.

له دې ډلې یې دوه تنو احمد ضمیر او میرمن روشن ازادي راډیو ته وویل چې په ولایتونو کې له ناامنیو زوریدل او په نوي ځای کې اوسیدو ته خوشحاله دي.

"زه د پکتیا نه راغلی یم، د شهیدانو او معلولینو له ریاسته ډیر خوشحاله یو چې دلته یې معرفي کړي یو، زموږ د کور غړي تېر کال د روژې په ۲۷ ووژل شو ښه شوه چې د هغې کورنۍ ته خو یو کور ورسید.

-د زوی له وژل کېدو مې څلورنیم کاله تیریږي، موږ ځمکه او کور نه درلود په کرایي کور کې اوسیږو له خدایه مې د نګور لپاره همدا غوښتل چې د کور څښتنه شي او خپل ژوند وکړو."

افغان حکومت له کلونو انتظار وروسته عملاً دا لړۍ پیلوي چې له دې وړاندې د امنیتي ځواکونو اکثره وارثینو د خپلو کورنیو وژل شوېو غړو ته پر وخت د نه پاملرنې شکایتونه کړي دي.

بل خوا د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسيون مشر میرداد خان نجرابي وايي، په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام لوړ شوي د کورنیو چارو وزارت باید د دوی کورنیو ته د پاملرنې لپاره ډيرې پیسې ځانګړي او ولګوي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG