د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

بلغاریايي پولیسو یو تن نیولی چې له کډوالو سره یې بد چلند کاوه


د بلغاریا پولیسو هغه کس نیولی چې د ترکیې سره پر پوله له کډوالو سره په بد چلند تورن دی.

دی یو له هغو سیمه ییزو کسانو څخه دی چې په بېلابېلو ډلو کې راټول شوي او هڅه کوي له ترکیې څخه بلغاریا ته د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

تردې وړاندې د بلغاریا صدراعظم د دغو کسانو کړنې ستایلي وې او هغه یې د هېواد د پولو د خوندیتوب لپاره یوه ګډه هڅه بللې وه.

په بلغاریا کې دغه کس د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې له کډوالو سره د بد چلند ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه.

په ویډیو کې دغه کس ښودل شوی چې د ترکیې پولې ته نژدې یې درې کډوال تړلي دي او د یوه نامعلوم کس غږ په انګلیسي ژبه چیغې ورباندې وهي چې ژر بیرته ولاړ شئ ترکیې ته.

د دې ویډیو له خپرېدو سره د بشري حقونو د فعالانو انتقادونه هم راپورته شوه.

د بلغاریا لویې څارنوالۍ ویلي چې د دې قضیې په اړه څیړنې کوي.

د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف Boiko Borisov وړاندې د دغو کسانو کړنې ستایلې وې او ویلي یې و چې د هېواد ساتنه د ټولو ګډه دنده ده، خو د بشري حقونو د فعالانو له خوا د نوموړي پر څرګندونو تر انتقاد وروسته ښاغلی بوریسوف له خپلو خبرو واوښت.

نوموړي پر فیسبوک پاڼې لیکلې و:

"ټولنه باید بې تفاوته نه وي، خو د خلکو حقونه هم باید تر پښو لاندې نه شي. نه یوازې دا چې هیڅ غیرقانوني او غیر انساني کړنې ته اجازه نه ورکول کیږي بلکه داسې کسان به د قانون له مخې تر تعقیب لاندې ونیول شي."

د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف د دغو کسانو کړنې ستایلې وې.
د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف د دغو کسانو کړنې ستایلې وې.

دا پېښه وروسته له هغه شوې چې په بلغاریا کې په وروستیو میاشتو کې یو شمېر سیمه ییز وګړي د ډلو په بڼه راپورته شوي او هغه هېواد ته له ترکیې څخه د کډوالو د ورتګ مخه نیسي.

که څه هم د دوی دا کار د یو شمېر بلغاریایانو له خوا ستایل شوی، خو بل خوا یې جدي اندیښنې هم راپورته کړي دي.

تېره اوونۍ په هغه هېواد کې یوې ټول پوښتنې وښوده چې ۶۰ فیصده خلک فکر کوي چې دغه کډوال د هغوی کورني امنیت ته یو ګواښ دی.

دغه هېواد له ترکیې او یونان سره د خپلو پولو امنیتي تدابیر کلک کړي څو هلته د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

د بلغاریا سرحدي پولیس وایي، دوی د روان میلادي کال په لومړېو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۱۰زره کډوال نیولي چې د سوریې او افغانستان وګړي وو.

ډیری کډوال له ترکیې یا یونانه د بلغاریا او یا د بالکان د نورو هېوادونو لارې هڅه کوي شتمنو لویدیځو اروپایي هېوادونو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG