د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۷

"که حکومت ونډه راکړي حاضریو د سولې پروسې سره مرسته وکړو"


د افغان ځوانانو ملي کنګره لېواله ده چې په رضاکارانه توګه د سولې د پروسې په بریالیتوب کې ونډه واخلي.

د دې کنګرې د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو او کابل ښار د ۲۲ ناحیو غړیو د چهارشنبې په ورځ په یوې ناسته کې وویل، دوی چمتو دي چې د سولې غږ د کلیو او ولسوالیو ځوانانو ته ورسوي.

له طالبانو سره د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره د روانو هڅو په لړ کې، د افغان ځوانانو ملي کنګره وايي، که ونډه ورکړل شي دا کنګره چمتو ده چې په دې برخه کې لازمې هڅې وکړي.

دا خبرې د افغان ځوانانو د ملي کنګرې د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو او کابل ښار د ۲۲ ناحیو غړیو، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وکړې.

د افغان ځوانانو د ملي کنګرې رییس محمد سمیع حقجو وویل د هېواد د روانو نا امنیو په دواړو خواو کې ځوانان وژل کېږي او حکومت ته پکار ده چې د دې ناامنیو د مخنیوي لپاره له ځوانانو هم کار واخلي.

هغه زیاته کړې:

"د افغان ځوانانو ملي کنګره له ۱۴ ولسوالیو او ۲۲ ناحیو څخه ۱۰۰ رضاکار د سولې د پروسې لپاره اماده کړي، ترڅو وکړاې شو له کلیو او ولسوالیو څخه اصلاحات پیل کړو، ځوانان غواړي د هېواد په بیارغاونه کې برخه واخلي خو اجازه نه ورکول کېږي."

د چهاراسیاب ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې غړي صابر اوریا خېل هم ورته غوښتنه وکړه:

"موږ د سولې په پروسه کې د ځوانانو موجودیت غواړو، هېواد موځوانان ساتي، هره ورځ مو په لسګونو ځوانان د طالب لخوا یا له هر نامه لاندې وژل کېږي خو ځوان مو بیا هم له خپلو حقونو څخه برخمن نه دی."

په جوړې ناسته کې د ځوانانو په چارو کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت مرستیال کمال سادات وویل، حکومت د سولې په پروسه کې د ځوانانو ونډه په پام کې نیولې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د سولې له عالي شورا سره په دې هکله خبرې کوو چې ځوانانو ته د سولې په عالي شورا کې برخه ورکړل شي، او تکړه او با احساسه ځوانان په کې غړیتوب ولري، په دې اړه خبرې روانې دي، هیله ده تاسې غوندې تکړه ځوانان په کې برخه ولرئ."

د ناستې ګډون والو دا هم وویل، د هېواد د نفوسو ۶۰ فیصده ځوانان جوړوي او لیدل کېږي چې اکثره یې وزګار دي.

دوی له حکومته دا هم وغوښتل چې د کار زمینې دې ورته برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس اشرف غني ډېر ځله په خبرو کې د سولې په راوستلو، ښې حکومتولۍ او پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم ګڼلی او ویلي دي چې د دې ځواک کارولو ته ېې پلانونه په پام کې نیولي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG