د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

"دوو ستونزو د افغانستان پر ملي اردو ډېر اغېز کړی"


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په ننګرهار کې هغه برید څېړلی چې ملي اردو ته په نویو جذب شویو افغان زلمیانو شوی.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان ملي اردو چې له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته يې د حکومت د مخالفو وسله والو خلاف د جګړې واګې په لاس کې اخیستي، له هماغه پیله له ستونزو سره مخ وه.

لیکنه وايي،دوه ستونزو د افغانستان پر ملي اردو ډېر اغېز کړی یو د سرتېرو مرګ ژوبله او بله هم د اردو له لیکو د سرتېر ووتل دي.

د ورځپاڼې په وینا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان ملي اردو او پوځ په مجموعي ټوګه شپږ زره سرتېري له لاسه ورکړي چې ډېر تلفات یې د هلمند په ولایت کې وو.

ورځپاڼه زیاتوي، د ملي اردو سره یو شمېر یوځای شوي ځوانان چې د جګړې یا داسې ناڅاپي بریدونو قرباني کېږي هغه کسان دي چې د بدیل کار د نشتوالي له کبله خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو په خاطر د ملي اردو لیکو ته ورغلي او هغه دوه سوه ډالر چې دغلته یې ورکوي غنیمت ګڼي.

ورځپاڼه د ننګرهار د چارواکو له خولې وايي د نویو سرتېرو پر دې بس موټر په چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي.

ګارډین:

د ګارډین ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼه کې په دې اړه لیکنه کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان غواړي د ګوزڼ ناروغي له ټولې نړۍ څخه محوه کړي.

هغه ناروغي چې یوازې په افغانستان او دوه نورو هېوادونو کې دا مهالپاتې ده.

ورځپاڼه د روغتیا د نړیوال سازمان د چارواکو له خولې وايي، په افغانستان او پاکستان کې د سخت دریځو ډلو له خوا د ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو د کمپاین په وړاندې د شتو خنډونو سربیره به ددې ناروغۍ له منځه وړلو ته دوام ورکړي.

د ګارډین په وینا د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ پر ضد د مبارزې د پیل راهیسې یوسلو پنځوس هېوادونه له دې ناروغۍ څخه پاک شوې دي.

خو په روان کال کې تر اوسه ددې ناروغۍ دوه پېښې په افغانستان او اوه پېښې یې په پاکستان کې لیدل شوي دي .

په افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د مبارزې ډیر تمرکز پر ۴۷ ولسوالیو دی چې په ۳۲ ولسوالیو کې یې وسله والو طالبان فعال دي.

XS
SM
MD
LG