د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۸

فرخ: د شکسپيېر کار په نړيواله کچه پېژندل شوی دی


د تېرې يکشنبې په ورځ په کابل کې د شکسپيېر ليکلې ډرامه هامليټ نندارې ته وړاندې شوه.

دغه ټياټر د بریتانيې د سفارت په ميدان کې جوړ شوی وو او يو شمېر بهرنيانو، ډپلوماټانو، افغان محصلينو او لوړ پوړو چارواکو وليد.

بریتانوی هنرمند نعيم حیات د وليام شکسپيېر تر ټولو مشهورې کيسې هامليټ د ډرامې د هنرمندانو د ټيم برخه دی چې په کابل کې افغانانو ته وړاندې شوه.

دغه کيسه د برټيش ګلوب ټياټر شرکت له خوا نندارې ته وړاندې شوه چې د نړۍ نورو هېوادونو ته يې هم سفرونه کړي دي او غواړي د دوو کلونو په اوږدو کې د نړۍ هر هېواد ته سفر وکړي.

په کابل کې د بریتانيې سفیر ډومينيک جريمي رويټرز خبري اژانس ته ويلي، د سفارت ميدان د دغې ډرامې وړاندې کولو ته يو عادي ځای نه وو.

د خوابدي ډنمارکي شهزاده کيسه چې غوښتل يې د خپل پلارد وژل کېدو غچ واخلي، د افغانستان له کيسې سره ښايي تړاو ولري چې درې لسيزې يې وژنې او خيانتونه ليدلي.

رويټرز خبري اژانس د افغان هنرمند عبدالقادر فرخ له خولې ليکلي چې د شکسپيېر کار په نړېواله کچه پېژندل شوی دی.

فرخ رويټرز خبري اژانس ته ويلي، کله چې دی ځوان وو، په افغان ټياټرکې يې د شکسپيېر کار لوستی وو.
فرخ رويټرز خبري اژانس ته ويلي، کله چې دی ځوان وو، په افغان ټياټرکې يې د شکسپيېر کار لوستی وو.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم افغان نندارچيان د جګړو له کبله له لويديځ ټياټر سره ډېر بلد نه دي خو بریتانوي کلتور ته په افغانستان کې احترام په سترګه کتل کيږي.

فرخ د طالبانو له رژيم مخکې د شکسپيېر په يوه بله کيسه اتلو کې هم د هنرمند په توګه رول لوبولی دی.

همدا راز په ۲۰۰۵میلادي کال کې د کابل په بابر باغ کې د ويليم شکسپيېر کيسه مينه بې ځايه زيار د ټياټر د هنرمندانو له خوا نندارې ته وړاندې شوه.

فرخ رويټرز خبري اژانس ته ويلي، کله چې دی ځوان وو، په افغان ټياټرکې يې د شکسپيېر کار لوستی وو.

ده ويلي چې د شکسپېر کار کلتوري ميراث دی او دی وياړي چې د اتلو د کرکټرپه توګه لوبېدلی دی.

د يکشنبې د ورځې د هامليټ کيسې د نندارتون مخکې نندارچيانو ته وويل شول چې د حملې په صورت کې بايد څه وکړي.

دغه ټياټر د ډیپلوماټانو، د کابل د نړيوالې ټولنې د غړېو او افغانو محصلينو له خوا وستايل شو.

XS
SM
MD
LG