د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د فرهنګي شخصیتونو یاد باید د غونډو له لارې ژوندی وساتل شي


افغان لیکوالان وايي چې د پخوانیو ادبي او فرهنګي شخصیتونو یاد باید د غونډو جوړولو له لارې ژوندی وساتل شي.

دوی او د سیمې یو شمېر فرهنګیان چې په کابل کې د امیر علي شېر نوايي په نوم په نړیوال سمپوزیم کې راغونډ شوي ټینګار کوي چې نوې نسلونه باید د پخوانیو هغو له کړنو او لیکنو ځانونه خبر کړي.

د امیر علي شیر نوايي په نوم د نړیوال سمپوزیم دویمه ورځ په کابل کې د افغانستان او سیمې لیکولانو او فرهنګیانو په مقالو لوستلو او ازادو بحثونو سره تېره کړه.

لسګونه دا کسان چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې سره راټول شوي وو وايي، حکومتونه باید وهڅول شي چې د نامتو لیکوالانو او شاعرانو په اړه پر خپل وخت ناستې جوړې کړي.

لیکوال او تاریخ پوه حبیب الله رفیع ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې لکه د پخوا په څېر د لیکوالانو په ملاتړ غونډې نه کېږي په داسې حال کې چې باید خلک نامتو فرهنګیان وپیژني.

حکومتونه باید وهڅول شي چې د نامتو لیکوالانو او شاعرانو په اړه پر خپل وخت ناستې جوړې کړي.
حکومتونه باید وهڅول شي چې د نامتو لیکوالانو او شاعرانو په اړه پر خپل وخت ناستې جوړې کړي.

ښاغلي رفیع زیاته کړه:

"د داود خان په وخت کې سیمنارونه ډېر پرتمین وو ډېر درانه درانه سیمنارونه شوي دي، خو له هغې وروسته بیا داسې سیمنار نه دی شوی، موږ هیله لرو چې افغان دولت د تېرو هېرو ادیبانو، لیکوالانو او پوهانو همداسې نمانځنې وکړي او په اړه یې سیمنارونه جوړ کړي."

ښاغلی رفیع د امیر علي شیر نوايي د ۵۷۵ تلین په ویاړ په کابل کې جوړ شوی سمپوزیم په وروستیو کې بې ساری بولي.

امیر علي شیر نوايي د نهمې پېړۍ په دویمه نیمایې کې په هرات کې ژوند درلود او همالته خښ شوی دی.

هرات کې د امیر علي شیر نوايي مقبره
هرات کې د امیر علي شیر نوايي مقبره

هغه د ترکي او ازبکي ژبو نامتو شاعر و چې د معلوماتو له مخې په دغو ژبو یې شاوخوا دری سوه کتابونه کښلي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې د دوشنبې په ورځ د علي شېر نوايي په یاد په جمهوري ریاست کې غونډه جوړه شوي وه او جمهور رئیس غني هغه د سیمې ویاړ وباله.

دغې سمپوزیم ته له سیمې یو شمېر راغلي لیکوالان او فرهنګیان وايي چې فرهنګي اړیکې د ملتونو تر منځ د دوستی سبب ګرځي.

د اسلام اباد پوهنتون په استازیتوب راغلي استاد علي قزلباش ازادي راډیو ته وویل، له نورو لیکوالانو سره یو ځای پاکستان ته له دې پیغام سره ځي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په راتلونکي کې فرهنګي ناستې ډېرې شي.

هغه زیاته کړه:

"سیاسي کرښې چې د هېوادونو کرښې دي او له سیاسي بنسټونو جوړیږي هغه د فرهنګ، ادب او ثقافت مخې ته هیڅ حقیقت نه لري، زه په دې باور یم چې که فرهنګي اړیکې ډېرې شي ستونزې به راکمې کړي د سیاسي ستونزو علاج فرهنګي پیاوړي اړیکې دي."

دې سمپوزیم ته د پاکستان تر څنګ له تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او هندوستان څخه څېړونکي او لیکولان راغلي دي.

د سمپوزیم ګډونوال
د سمپوزیم ګډونوال

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وايي چې په دې اړه به د سیمنارونو څلورمه او پنځمه ورځ په هرات او بلخ ولایتونو کې سره راغونډ او د سمپوزیم ګټورې نقطې جمع کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG