د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

کري: نړۍ باید له اټمي وسلو پاکه شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزير جان کري
د امریکا د بهرنیو چارو وزير جان کري

د امریکا د بهرنیو چارو وزير د جاپان په هيروشيما کې خبري غونډې ته وويل چې نړۍ بايد له اټمي وسلو پاکه شي.

جان کري نن، دو شنبې، د جاپان په هيروشیما کې د ۱۹۴۵م کال د امریکا د اټمي بم حملې د ياد څلي ته ورتګ زړه دردوونکی وباله او ویې ويل چې دا د دې يادونه کوي چې نړۍ بايد له اټمي وسلو پاکه وي.

په ۱۹۴۵م کال کې د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال امریکا د جاپان پر هيروشيما اټمي بم کارولی و چې په دغه ځای او شا او خوا سیمو کې له هغه وروسته ناورین رامنځته شو.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کري د امریکا د بهرنيو چارو د وزیر په توګه لومړی لوړپوړی امريکايي چارواکی دی چې هيروشیما ته ځي.

ده وويل چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم غواړي د جاپان دغه ښار ته سفر وکړي خو دا څرګنده نه ده چې ايا دی به په مې مياشت کې د جي اووه سرمشريزې پر مهال هيروشیما ته ولاړ شي او که نه.

کري د هيروشيما د سولې ياد څلي او موزیم ته هم ولاړ.

په یاد موزیم کې د سوځېدلو انسانانو انځورونه او مجسمې اېښودل شوي دي.
په یاد موزیم کې د سوځېدلو انسانانو انځورونه او مجسمې اېښودل شوي دي.

د دغو ځایونو په زړه بوږنوونکو نندارتونو کې د سوځېدلو انسانانو انځورونه او داسې مجسمې اېښودل شوي دي چې د قربانيانو د حالت څرګندونه کوي او د نړۍ مشرانو ته یې يادونه وکړه چې د سولې لپاره نور هم زيات کار وکړي.

ښاغلی کري وايي:

"موږ دلته راغلو او د دې موزيم له کتلو وروسته مو دا تجربه ترلاسه کړه چې د پخوا زده کړې بايد په حال او راتلونکي کې پلې کړو. دا موزيم يوه يادونه ده چې موږ ټول، هر يو دا دنده لرو چې د سولې لپاره کار وکړو او هغه هڅې جاري وساتو چې په اړه يې ولسمشر اوباما او نور مشران څو ورځې مخکې په واشنګټن کې راټول شول او په اټمي امنيتي سرمشريزه کې يې په اړه خبرې وکړې."

هيروشيما ته د کري او د جي اووه د ډلې د نورو غړو د بهرنیو چارو وزيرانو له سفر وروسته دغې ډلې يوه اعلاميه خپره کړه او ژمنه يې وکړه چې نړۍ به له اټمي وسلو پاکوي خو د دوی په وينا په سوریه او اوکراین کې مخ پر خرابېدو امنيتي وضعيت او شمالي کوريا له خوا بيا بيا پارونو دغه هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي.

د کري پر وړانديز، د بهرنيو چارو وزيران د اټمي بم ګنبدې ته هم ورغلل.

دا ګنبدې اوس د يونېسکو د نړۍ له اثارو څخه ګڼل کېږي.
دا ګنبدې اوس د يونېسکو د نړۍ له اثارو څخه ګڼل کېږي.

دا د يوې ودانۍ يوازينۍ هغه برخه ده چې د بمي چاودنې مرکز ته نېږدې اوس هم پاته ده او اوس د يونېسکو د نړۍ له اثارو څخه ګڼل کېږي.

له هغه وروسته چې په ۱۹۴۵م کال کې امریکا پر هيروشيما لومړی اټمي بم وکاراوه، درې ورځې وروسته امریکايي الوتکو يو بل اټمي بم پر ناګاساکي واچاوه او جاپان شپږ ورځې وروسته تسليم شو.

د یادو اټمي حملو په پایله کې په هیرویشیما کې ۱۴۰ زره تنه او په ناګاساکي ۸۰ زره تنو ووژل شوو.

په دغو حملو کې کابو ۲۲۰ زره تنه وژل شوي دي.
په دغو حملو کې کابو ۲۲۰ زره تنه وژل شوي دي.

دغه ځای ته د اوباما سفر به په امریکا کې پوښتنې راپورته کړي چې ايا امریکا له جاپانه بخښنه غواړي. ګڼ شمېر امریکايان دغه بمي حمله توجيه کوونکې بولي ځکه چې له هغه وروسته جګړې ته د پای ټکی کېښودل شو. خو د جاپان اکثريت خلک په دې باور دي چې دا نه توجيه کېدونکی عمل و.

XS
SM
MD
LG