د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د پوهنې او عامې روغتیا وزیرانو ته ضرب الاجل وټاکل شو


د افغانستان ولسي جرګې د پوهنې او عامې روغتیا وزیرانو ته دوه میاشتې ضرب الاجل وټاکه تر څو په خپلو وزارتونو کې موجوده زرګونه خالي پوستونه ډک کړي.

ولسي جرګې اسدالله حنیف بلخي او فیروز الدین فیروز ته دغه خبرداری د دوشنبې په ورځ په استجوابیه غونډه کې ورکړ.

د عامې روغتیا وزیر بیا غونډې ته وویل چې له څه باندې دوه زره پوستونو څخه یې ۱۵۰۰ ډک کړي خو د پوهنې وزیر وايي چې ناامنیو د تشو پوستونو د ډکولو مخه نیولې ده.

د افغانستان د پوهنې او عامې روغتیا وزیران د دې لپاره د وکیلانو له سختو انتقادونو سره مخ شول چې له موجوده بې کارۍ سره – سره یې په وزارتونو کې زرګونه پوستونه خالي پاته دي.

د عامې روغتیا وزیر بیا غونډې ته وویل چې له څه باندې دوه زره پوستونو څخه یې ۱۵۰۰ ډک کړي خو د پوهنې وزیر وايي چې ناامنیو د تشو پوستونو د ډکولو مخه نیولې ده.
د عامې روغتیا وزیر بیا غونډې ته وویل چې له څه باندې دوه زره پوستونو څخه یې ۱۵۰۰ ډک کړي خو د پوهنې وزیر وايي چې ناامنیو د تشو پوستونو د ډکولو مخه نیولې ده.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د پوهنې او عامې روغتیا وزیران او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون مشر خپلې استجوابیه غونډې ته غوښتي و څو په دې اړه وضاحت ورکړي.

د وکیلانو له انتقادونو او اندیښنو وروسته د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري چې په دې ورځ یې د غونډې مشري کوله له وزیرانو وغوښتل چې د جوزا میاشتې تر وروستیو پورې باید ټولو تشو پوستونو ته وړ کسان استخدام کړي.

ښاغلي غفاري زیاته کړه:

"ښاغلو وزیرانو موږ دوه میاشتې وروسته بیا راپور غواړو، هیله لرو چې تر هغې وخته مو په وزارتونو کې خالي پوست پاتې نه شي له هغو مواردو پرته چې معقول عذر ولري، په نورو مواردو کې موږ انتظار لرو چې پوستونه اعلان ته وسپارل شي او ټولې څوکۍ د وړتیا له مخې ډکې شي."

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له هغې وروسته په دې اړه استجوابیږي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون څه موده وړاندې وویل، په هېواد کې ۲۵ زره پوستونه خالي دي چې اکثره یې په پوهنې او روغتیا وزارتونو کې دي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي چې د تیرو شپږو میاشتو راهیسې یې له څه کم ۱۳زره بستونو نږدې دوه زرو ته خلک استخدام کړي
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي چې د تیرو شپږو میاشتو راهیسې یې له څه کم ۱۳زره بستونو نږدې دوه زرو ته خلک استخدام کړي

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې لسګونه زره کسان د بې کاری څخه ځوریږي او ډیر یې بیا د کار د پیدا کیدو په صورت کې له اداري فساده شکایتونه لري.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي چې د تیرو شپږو میاشتو راهیسې یې له څه کم ۱۳زره بستونو نږدې دوه زرو ته خلک استخدام کړي خو په لېرې پرتو ولسوالیو کې ستونزه پر ځای پاتې ده.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"له ولایتونو او خپلو سیمو چې هر څوک حاضریږي ازموینې دې ورکړي، خو څوک د ناامنۍ له کبله نه حاضریږي، دولت هغوی ته د معاش تر څنګ ۳۰ یا ۵۰٪ امتیاز هم ورکوي تر څو په ولسوالیو کې وظیفو ته ولاړ شي خو تر اوسه څوک نه حاضریږي."

هغه وايي چې د دې بستونو د ډکولو لپاره دوی اجیران نیولای شي چې په دې صورت کې بیا کیفیت تر پوښتنې لاندې راځي.

د عامې روغتیا وزیر بیا وايي چې د څه باندې دوه زره بستونو څخه ۱۵۰۰ ته یې کسان استخدام کړي چې پاتې نور یې ډير د میرمنو لپاره دي.

له دې سره وکیلان شکایت لري چې په استخدام کې د وړتیا پرځای سیاسي لید لوري، بډې اخیستل، ژبني تعصبات او ګڼ نور مسایل وي چې باید وزیران یې مخه ونیسي.

دوی ټينګار کوي چې کسان دې د وړتیاو پر اساس تر ټاکل شوي وخت وټاکل شي نه دا چې کیفیت د سرعت قرباني کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG