د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

د لوګر اوسېدونکي: والي مو له قانوني جواز پرته کورونه وران کړي


د لوګر د مرکز پل علم سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت والي حلیم فدایي له دوی سره په ظلم او زور زیاتي تورن کړ.

د لوګر دغه معترض اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ د ملي شورا مخې ته را ټول شوي وو او ویل یې چې والي یې له کوم قانوني جواز پرته کورونه وران کړي دي.

د لوګر د مرکز پل علم سلګونه اوسېدونکي کابل ته راغلي تر څو د والي په اړه خپل شکایتونه د ملي شورا غړیو او له هغې لارې لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.

دوی چې د دوشنبې په ورځ د ملي شورا د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، د حلیم فدایي پر ضد شعارونه ورکول او له دندې څخه یې د هغه د لرې کولو غوښتنه کوله.

دوی د حلیم فدایي ترڅنګ د دغه ولایت د ملي امنیت د رئیس پر ضد هم شعارونه ورکول او د دواړو چارواکو پر انځورونو یې د چلپا سرې کرښې کش کړې وې.

د مظاهرې یوه ګډونوال رسنیو ته وویل، که یې غوښتنې ونه منل شي او د چپه شوو کورونو پوښتنه یې ونه شي، د اعتراض په ډول به د کابل- پکتیا لویه لاره بنده کړي.

هغه زیاته کړه:

"د لوګر ولایت والي د ملي امنیت د رئیس په مرسته، د کوم قانوني جواز پرته زموږ کورنه په خپل سر، بېرحمانه او په ظالمانه ډول په شخصی سکاواټورونو پرته له دې چې، نور دولتي ادارې په جریان کې واچوي ویجاړ کړل."

مظاهره چیان وایي، کومې ځمکې او کورونه یې چې ویجاړ شوي دوی یې کره اسناد لري او په محاکمو کې هم ثبت دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بیا وایي، کومې ځمکې او کورونه چې په لوګر کې نړول شوي، په غصب شوو ځمکو جوړ شوي دي.

صالح وایي، د یوه ځانګړي کمېسیون له څېړنو وروسته یې دغه اقدام کړی دی.

هغه زیاته کړه:

"دلته د پوهنتون ساحه ده، د شیر وازي په سیمه کې، دلته کوم کورونه چې په غیر قانوني ډول جوړ شوي وو، اول مو خبرداری ورکړ، بیا د یوې میاشتې وروسته د امنیتي جلسې په اساس یو کمېسیون وټاکل شو، او بیا ولاړل هغه سنګکارۍ یې ورانې کړې."

معلومه نه ده چې د لوګر د ځمکو په موضوع کې والي او که خلک په حقه دي، خو یو شمېر وکیلانو ژمنه وکړه چې دا موضوع به لوړپوړو چارواکو ته رسوي او اصلي اړخ به یې معلوموي.

د ځمکو پر سر شخړه یوازې په لوګر ولایت کې نه، بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې هم جنجالونه راپورته کړي دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG