د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د روانې میاشتې تر پایه ویني


د سولې د عالي شورا مرستیال، عبدالخبیر اوچقون
د سولې د عالي شورا مرستیال، عبدالخبیر اوچقون

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، په روانه میلادي میاشت کې به د وسله والو طالبانو له استازو سره وګوري.

د دې شورا مرستیال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل پاکستان ژمنه کړې چې د پنځمې څلور اړخیزې ناستې له ترسره کېدو وروسته به د طالبانو استازي د مذاکرې میز ته کینوي.

د افغانستان د سولې په اړه د ناهیلیو له زیاتېدو سره – سره د سولې عالي شورا وایي، پاکستان به نور د سولې په بهیر کې پلمې ونه لټوي.

د د غې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وایي، په څلور اړخیزو غونډو کې د پاکستان له خوا شویو ژمنو ته د دغه هېواد نه پاملرنې پر پاکستان د امریکا او چین فشارونه هم زیات کړي دي.

نوموړي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل پاکستان ژمن دی چې د اپریل میاشتې تر پایه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې ترسره کړي.

هغه زیاته کړه:

د پاکستان له خوا شویو ژمنو ته د دغه هېواد نه پاملرنې پر پاکستان د امریکا او چین فشارونه هم زیات کړي دي.
د پاکستان له خوا شویو ژمنو ته د دغه هېواد نه پاملرنې پر پاکستان د امریکا او چین فشارونه هم زیات کړي دي.

"د پنځمې دورې څلور اړخیزه ناسته په دې اپریل میاشت کې جوړیږي، سرتاج عزیز هم دا ژمنه کړې چې له څلور اړخیزې ناستې وروسته د افغان پلاوي او مخالفانو د پلاوي ترمنځ مخامخ ناسته جوړیږي، که چیري پاکستان یوځلې بیا په خپله ژمنه کې صادق نه وي نو زه فکر کوم پاکستان به په ملي او نړیواله سطحه منزوي شي."

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په حضور کې د همغږۍ د ډلې څلور بېلابېلې ناستې ترسره شوې دي.

په څلورمه څلور اړخیزه ناسته کې پرېکړه وشوه چې پاکستان به د مارچ میاشتۍ په لومړۍ اوونۍ کې د طالبانو استازي دې ته اړ کړي چې افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني خو داسې ونشول.

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي بیا وویل، له طالبانو سره په مارچ میاشت کې خبرې ځکه ونه شوې چې پاکستان له خپلې ژمنې پر شا شو.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په حضور کې د همغږۍ د ډلې څلور بېلابېلې ناستې ترسره شوې دي.
د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په حضور کې د همغږۍ د ډلې څلور بېلابېلې ناستې ترسره شوې دي.

اوس بیا د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې د روانې اپریل میاشتي تر پایه پوري به د سولې په تړاو پنځمه څلور اړخیزه ناسته وشي.

په همدې حال کې افغان څېړونکي وایي، تر هغه چې پاکستان خپلو غوښتنو ته ونه رسېږي په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت به یواځې یوه هیله وي.

په پاکستان کې د افغانستان یو پخوانی ډیپلومات احمد سعیدي په دې باور دی چې د سولې خبرو اترو په برخه کې پاکستان له افغانستان سره صادق نه دی.

نوموړي زیاته کړه:

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي

"زه په دې باور یم چې پاکستان تر دې پخوا هم داسې ژمنې کړې دي خو بیا یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، دا غلطه خبره ده چې په پاکستانیانو باور وشي، سرتاج عزیز چې کومې خبرې کوي غواړي حد اقل یو فرصت پیدا کړي هغه ډله چې عبدالقیوم ذاکر په مشری او سراج الدین حقاني او حافظ سعید چې جوړه کړې ده هغه به د افغانستان جنګ لپاره تقویه شي، په پاکستان باور کول یو لویه تېروتنه ده."

د سولې په مذاکراتو کې د پاکستان رول مهم او حیاتي ارزښت لري ځکه پاکستاني چارواکو هم منلې چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او دا هېواد پرې خپل نفوذ لري.

خو افغان کار پوه احمد سعیدي ټينګار کوي، ترهغې چې پاکستان د سیمې او نړۍ له فشارونو سره مخ نشي دا هېواد به د سولې په پروسه کې صادقانه همکاري ونه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG