د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

"د خوست غیر پلاني سیمې پلاني سیمو ته شاملوو"


د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري وايي چې یاد وزارت به ډېر ژر د خوست ښار غیر پلاني سیمې پلاني سیمو کې شاملې کړي تر څو د یاد ښار اساسي پراختیا ته لاره هواره شي.

ده په خوست ښار کې د پاکو اوبو د نشتون ستونزه مهمه وبلله او یادونه يې وکړه چې په راتلونکې یو کال کې به ښار ټولو سیمو ته د اوبو شبکه وغځوي او ښاریان به د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمن شي.

سیدسعادت منصور نادري یادې څرګندونې د جمعې په ورځ د خوست ولایت څخه د لیدنې پرمهال د سیمه والو یوې غونډې ته وکړې.

ښاغلي نادري زیاته کړه:

"د ښار د پراختیا په برخه کې، موږ دا غیر پلاني سیمې په پلاني سیمو تبدیلې کړو، تر څو له یوې خوا هغه خلک چې دلته استوګنه کوي، له سرپنا برخمن شي او هم يې ګټه ولایت او حکومت ته ورسیږي، همدارنګه تاسو به ووینئ چې له شپږو میاشتو تر یو کال موده کې د ښار د څښاک په اوبو کې څومره پرمختیا راولو."

ښاغلي نادري په خوست کې د ښوونکو د ښارګوټو په تړاو وویل چې تر اوسه د دوی لپاره څلور ښارګوټي ډیزاین، نقشه او سکیج شوي، خو کچیرې په ولسوالیو کې هر څومره ښارګوټو ته اړتیا ولیدل شي، نو دوی به د ښوونکو د پروژو او ښارګوټو د ډیزاین او سکیج لپاره انجینري او تخنیکي ټیمونه موظف کړي.

د ښار او کور جوړولو وزیر وړاندې وویل چې د خوست د کمپلیکس په مخکې په ۱۰۷ جریبه ځمکه کې د لسګونو استوګنیزو لوړ پوړیزو ودانیو او اپارتمانونو د جوړولو لپاره ځمکه سکیج شوې، پلان يې ترتیب شوی او کار به يې ژر پیل شي.

ده پانګوالو ته بلنه ورکړه چې کولای شي، په دې اساسي پروژې د پانګونې لپاره د ښار او کور جوړونې وزارت سره په اړیکه کې شي.

سیدسعادت منصور نادري په نږدې راتلونکې کې په خوست کې د جرګو او کنفرانسونو د یو لوی تالار د جوړولو یادونه هم وکړه.

خوست والي حکم خان حبیبي د غونډې برخوالو ته د ښار د پلاني پراختیا د اړتیا په تړاو څرګندونې وکړې، ده د ښار او کور جوړونې وزیر څخه په ټېنګه وغوښتل چې د خوست د ماسټر پلان جوړول په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي، تر څو ښار راتلونکې پنځوسو کلونو اړیتاوو ته په کتو انکشاف وکړي:

"نننۍ ښار زموږ د ولسونو لپاره بسنه نه کوي، دا پنځوس کاله وړاندې جوړ شوی، دا ښار باید تر څلورو چندو پورې پراخیتا پیدا کړي، نو هیله مو داده چې زموږ د ماسټر پلان موضوع په اولیتونو کې ونیسئ، په ماسټر پلان کې تجارتي ساحې، رهایشي ساحې او مسکوني ځایونه په ګوته شي، او د پلان سره سم موږه ښار ته انکشاف ورکړو."

د یادونې وړ ده د پنجشنبې په ورځ د ښار او کور جوړونې وزیر د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ښوونکو لپاره د یو لوی ښارګوټي د جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.

یاد ښارګوټی چې په پنځه سوه جریبه ځمکه کې جوړیږي، ۱۵۰۰ ښوونکو ته به په کې د کور او سرپناه د جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG