د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

فساد کې ښکیل جنګیالي د نشه يي موادو سوداګرۍ لپاره جنګېږي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هلمند کې د نشه يي موادو د تولید او قاچاق په کاروبار او دغلته پر روانو جګړو یوه مقاله لیکلي چې سرلیک یې دی، په فساد کې ښکیل جنګیالي د افغانستان د نشه يي موادو د ګټورې سوداګرۍ لپاره جنګېږي.

د لیکنې لېکوال وايي، په هلمند کې سږکال د کوکنارو د حاصل فصل تازه پیل شوی دی او په پراخو او تر اوبو لاندې مځکې یې سره او سپین ګلان غوړولي.

خو د تېر کال خلاف سږ کال د دې فصل د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې نه دي شوي.

د لیکنې لیکوال د دې علت په دې ولایت کې د طالبانو وروستي پرمختګونه او له کنټروله وتلی اداري فساد ګڼي او وايي دواړه خواوې د نشه يي موادو د سوداګرۍ پر سر په جګړه بوختې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، هلمند په افغانستان کې د روانې جګړې په ترڅ کې تر ټولو خونړۍ ولایت دی او افغان چارواکو ورته تایید کړې چې د تېر کال د جګړې تر نیمايي زیات تلفات په دې ولایت کې رامنځ ته شوي.

ورځپاڼه د هلمند لپاره د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي استازي جنرال عبدالجبار قهرمان له خولې چې په دې ولایت کې د وضعیت د سمون ماموریت ورسپارل شوی وايي، دا چې په هلمند کې د حالاتو سمون ډېر ستونزمن شوی یو علت یې دا دی چې ډېر حکومت پلوه جنګیالي دغلته د نشه يي موادو د کارو بار، او د جګړې په دوام کې خپله مالي ګټه ویني.

نوموړی هیله لري چې خبرو ته د ټولو خواوو پر راټولولو به دا ستونزه هواره کړي.

نیویارک ټایمز په هلمند کې دولتي ځواکونو کې د شتو ستونزو په اړه بحث کوي او د لیکنې په یو ځای کې د ګریشک ولسوالۍ د شورا د یو غړي حاجي احمد له خولې وايي، د پولیسو مشر په پیسو خپل پوسټ اخلي، بیا هغه نورې ښکته څوکۍ پر نورو قوماندانانو پلوري څو خپلې پیسې بېرته ترلاسه کړي او تر وړې پوستې پورې هم پلورل کېږي.

حاجي احمد د ګریشک په مارګیر سیمه کې د پولیسو د هغې پوستې د قوماندان کیسه کوي چې له وسله والو سره تر ۲۴ ساعته جګړې وروسته ورسره مهمات تمامیږي، کله چې د پوستې قوماندان د ولسوالۍ قوماندان ته د نورو مهماتو لپاره ورځي، د ولسوالۍ قوماندان ترې د مهماتو په بدل کې پیسې غواړي.

حاجي احمد زیاتوي تر برید لاندې د پوستې قوماندان پیسې نه درلودې هماغه و چې طالبانو د پولیسو پوسته ونیوله او نهه پولیس ووژل شول.

ورځپاڼه د جبار قهرمان له خولې وايي په تېرو یولس میاشتو کې په هلمند کې درې زره حکومتي سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

واشینګټن ټایمز:

واشینګټن ټایمز ورځپاڼې هم په افغانستان کې، نا امني، اداري فساد او د طالبانو د فعالیتونه زیاتېدل هغه علتونه بللي دي چې د ورځپاڼې په وینا ګڼ افغانان یې له هېواد څخه تیښتې ته اړ کړي.

ورځپاڼه په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکو په کتار کې د یو ولاړ افغان له خولې وايي، کار یې د کورنو رنګمالي ده خو دې ورځو کې هیڅوک نه غواړي خپل کور رنګ کړي ځکه خو بېکاره دی، نوموړی وايي، د هېواد اقتصاد خراب دی او څوک په کې پیسې نه لګوي.

ورځپاڼه په ناروي کې د افغانستان د چارو د یو څیړونکي له خولې وايي، د هېواد په ډېرو برخو کې نا امني زیاته شوې ده.

طالبانو نه یوازې په جنوب کې بلکې په شمال کې هم خپلې مورچلې ټینګې کړي.

دا هغه څه دي چې د ناامنۍ احساس او کډوالي یې زیاته کړې.

XS
SM
MD
LG