No media source currently available
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومنداني وایې، که القاعده ډله په دغه هېواد کې په مسلسله توګه تر فشار لاندې و نه نیول شي نو یاده ډله به یوځلي بیا وده وکړي. دا خبره په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویاند جنرال چرلي کلیفلنډ د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وکړه.