د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۵

"پکتيا کې وکيلان د ټوپک په زور ګمارنې کوي"


د پکتيا چارواکي وايي، د یاد ولايت وکيلان او با نفوذه کسان غواړي چې په ادارو کې د خپلو کسانو ځای پر ځای کېدو لپاره د ټوپک له زوره استفاده وکړي او په يو شمېر ادارو کې د خپلو ګټو په خاطر خپل کسان په دندو وګماري.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل چې د ډېرو ادارو امتحانونه ډېر وخت په همدې خاطر ځنډيږي چې د وکيلانو او بانفوذه کسانو له لاسوهنې يې خلاص کړي.

دی زياتوي چې په ډېرو ادارو کې وکيلانو او بانفوذه اشخاصو په اداراتو کې له ټوپکه ګټه اخيستې او خپل کسان يې ګمارلي او يا يې هڅه کړې چې ويې ګماري.

هغه وویل:

"په اکثره ادارو کې په تقروريو کې دوی مستقيماً مداخله کوي او حتی ځينې داسې بېلګې ليدل شوې دي چې دوی د ټوپک په زور خلک ګماري او زموږ هيله دغه ده چې دا کار ونه کړي."

د ده په خبره، له مرکزي حکومته يې هم پرلپسې غوښتنې کړې دي چې اداراتو ته د پارلماني، ولايتي شورا وکيلانو او بانفوذه اشخاصو په خوښه کسان ونه لېږي، د وړتيا او شفافيت پر اساس دې ځوانان پر دندو وګماري.

د مرستيال والي دغه خبره چې وکيلان او بانفوذه اشخاص په ادارو کې لاسوهنه کوي د پکتيا ولايتی شورا منشي محمدالرحمن قادري هم مني وايي، وکيلان؛ ځکه په ادارو کې خپل کسان ګماري چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د دوی لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا خبره رښتيا ده او هغه څوک غواړي چې خپل کسان مقرر کړي هدف يې دا نه دی چې دوی اصلاحات راولي او يا ولس ته خدمت وکړي، د دوی ټوله هڅه همدا ده چې په راتلونکو ټاکنو کې د دوی لپاره کار وکړي او په ځينو برخو کې د دوی سره په ګټو کې شريک دي."

نوموړی زياتوي چې په دې برخه کې د مرکزي حکومت نه پاملرنه د دې باعث شوې چې وکيلان داسې کارونه وکړي او خپل کسان وګماري، په خبره يې وزيران، واليان او اداري ريسان د دوی بې ځايه لحاظ کوي چې په پرلپسې ډول داسې کسان په ادارو کې ګمارل کېږي چې وړتيا نه لري.

د پکتيا ولايتي شورا يو بل غړی ممتاز کرخېل وايي، د دا ‌ډول مقرريو ډېرې بېلګې لري چې والي، وکيلان او مخور خلک په کې لاسوهنې کوي:

"په دې اړه دومره درته ويلای شم چې کومه د اصلاحاتو په نوم کمېټه جوړه شوې ده، موږ ښکاره بېلګې لرو چې په دې مقرريو کې ولايتي شورا هم مداخله کوي، ولايتي چارواکي هم- ښکاره بېلګې يې په معارف رياست کې زياتې دي او همدارنګه د ادارې له خوا په ټرانسپورټ رياست کې زه د دې شاهد يم چې کمېټه راځي او وايي چې دغه کس راته کامياب کړه او په موږ د اول سړي له لوري فشار دی يعنې د والي له خوا – په دې ډول مقرريو کې ټول دخيل دي نه يوازې وکيلان او مخور اداره هم په کې داخله ده."

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي هم دا خبره مني چې په ادارو کې يې د خلکو د ګمارنې لپاره کار کړی دی، ولې وايي چې دوی دا کار په زور نه بلکې په قانوني ډول ترسره کړی، په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ګل بادشاه مجدي وايي:

"زه دا خبره منم چې په ادارو کې وکيلانو خلک ګمارلي دي او ګماري يې همدغو خلکو رايه ورکړې او دوی غواړي چې موږ ورته کار پيدا کړو، دا يوازې په پکتيا کې نه د ټول افغانستان په کچه موږ همکاري کوو، خو دا به څوک ثابته نه کړي چې د ټوپک په زور دا کار شوی وي؛ ځکه په پکتيا کې قومي او قبيلوي سيسټم موجود دی، هېڅوک له چا سره زورواکي نه شي کولای او نه شوې ده، خو دا د پکتیاوالو حق دی چې وړ او مستعد کسان په وظيفو وګمارو او دا يې هم حق دی چې موږ يې سفارش وکړو، په دې کې زموږ خپل خپلوان څوک نه شي ثابتولی ټول همدغه پکتياوال دي او حق لري کار ورته پيدا شي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د پکتيا اکثريت ادارو کې ريسان او د بشري منابعو مامورين شکايت کوي چې ډېر وخت د بانفوذه او وکيلانو له لوري ګواښل شوي او په زور يې اداراتو کې نالایقه کسان ورته په دندو ګمارلي دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG