د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۳

اریافر وايي د وژلو د هڅې قضیې څېړلو ته یې پاملرنه نه ده شوې


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر امنیتي ارګانونه د ده پر وړاندې د وژلو په هڅه کې په نه پاملرنې تورنوي.

عزیز اریافر د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبرې ناستې پرمهال وویل چې له پیله امنیتي مسؤلینو دا پېښه کم اهمیته وګڼله او هڅه یې وکړه چې په دې اړه ناسم معلومات خپاره کړي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون یوه کمېشنر د ځان او خپلې کورنۍ د امنیت په اړه اندېښنمن دی وایي چې حکومت باید د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره یو شمېر لازم اقدامات ونیسي.

عزیز آریافر وایي، د ده کور سره نږدې د ساتونکو قرارګاه نږدې دوه اوونۍ وړاندې د یوې درنې چاودنې هدف وګرځېدله خو امنیتي ارګانونو د حقایقو د خپرولو او تعقیب په برخه کې غیر مسوولانه عمل وکړ.

ښاغلي آریافر د سی شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې پېښه کې د ده دوه ساتونکي ټپیان شوي دي چې د یو تن یې د سختو ټپونو له وجې پښه پرې شوه.

هغه زیاته کړه:

ښاغلي آریافر د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل
ښاغلي آریافر د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل

"په لومړنیو ساعتونو کې چې چاودنه وشوه، یو شمېر امنیتي مسوولان راغلل او کومې خبرې چې لومړیو کې وشوې دوی غوښتل رسنۍ فکر وکړي چې دا حمله د چا په وړاندې نه ده شوې د چاودنې اصلي هدف دا و چې زما ټول ساتونکي ووژل شي، د دې حملې په اړه د حکومت بې غوري، او د نورو حملو د مخینوي لپاره د نه تدابیرو لرلو له وجې زه دې ته اړ شوم چې له رسنیو سره خبرې وکړم."

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون دغه کمیشنر وایي له هیڅ چا سره شخصي دښمني نه لري خو د انتخاباتو په جریان کې د بې عدالتۍ او تقلب په وړاندې درېدلی دی.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل په مکرویانو سیمه کې چاودنه وشوه چې اوس د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کمیشنر عزیز اریافر دا پېښه د ده د وژلو لپاره یوه هڅه ګڼي او وایي چې پته دې پېښه کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایې څيړنو مشر فریدون عبیدي د ښاغلي آریافر دا ادعاوې له حقیقته لیرې ګڼي.

نوموړي زیاته کړه:

"ساحه په بشپړه توګه څېړل شوې ده، داسې شواهد او مدارک وجود نه لري چې په مستقیم ډول ثابت کړي چې د دې حملې هدف ښاغلی آریافر و، چاودنه د ښاغلي آریا فر د بلاک نه تقریباً اویا متری څخه لرې واټن کې شوې ده او د شپې په هغه مهال کې ښاغلی اصلاً له هغې ساحې نه تېرېده، په هغه ساحه کې مهم اراکین ژوند کوي او د حمله کوونکو او یا د کوم تروریستي سازمان څخه هم اعلان شوي نه دی چې د حملې هدف کوم څوک و."

عزیز آریافر د له ملي شورا په انتخاباتو کې د ښکیلو هېوادونو له سفارتونو او له نړیوالې ټولنې غواړي ترڅو د دې پېښې د عواملو په مندلو کې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

خو د کابل امنیتي مسؤلین وایي چې د دولتي مقاماتو د امنیت ټينګښت د لپاره یې لازم تدابیر نیولي او په دې برخه کې کومه اندېښنه نشته.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG