د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د ولسمشر غني په مشرۍ د اداري فساد سره د مبارزې شورا جوړه شوه


د ادراي فساد سره د مبارزې عالي شورا دا ځل د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشری لاندې جوړه شوه.

په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د عالي ادارې رئیس حسین فخري له فساد سره د مبارزې په برخه کې د دې شورا جوړښت له اهمیته ډک بولي.

اداري فساد چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان له نوم سره تړلی دی، اوس یې پر وړاندې د مبارزې لپاره یو متفاوت ګام اخیستل کېږي داسې چې یوه نوې شورا به خپله د ولسمشر په مشرۍ په دې برخه کې کار کوي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر سید حسین فخري چې د دې شورا غړیتوب هم لري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا شورا به د اداري فساد په کمېدو کې رغنده رول ولري.

نوموړی وایي، دا شورا به د دې لامل شي تر څو هغه ادارې په جدیت او قاطعیت سره عمل وکړي کومې چې د اداري فساد د ختمېدو لپاره کار کوي.

نوموړي زیاته کړه:

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر سید حسین فخري
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر سید حسین فخري

"دا شورا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټونه رهنمایي، رهبري کوي او ملاتړ یې کوي، په ورته وخت کې هغه پلانونه او ستراتژی چې په دې برخه کې لازم دي تدوین او منظوروي او بیا د همدې پلانونو او ستراتژیو د پلي کېدو څخه څارنه کوي."

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر د معلوماتو له مخې د دې هدف لپاره د نوې جوړې شوي شورا مشري په خپله ولسمشر غني کوي.

په همدې حال کې د ولسمشر غني دویم مرستیال، د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال، د عدليې وزیر د تفتیش او د اداري فساد سره د مبارزې ادارو مشران بیا د نوې جوړې شوي شورا د غړیو په حیث ټاکل شوي دي.

و مو غوښتل چې د دغې شورا په اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو خو د بیا ـ بیا اړیکو سره بریالي نه شوو.

په دولتي کچه دا شورا داسې مهال جوړېږي چې اوس مهال د فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېر بنسټونه په هېواد کې فعاله دي.

ولسمشر غني له دې وړاندې ویلي چې په بېلابېلو ادارو په تېره بیا په امنیتي سکټور کې اداري فساد د دې لامل شوی چې په هېواد کې د قانون حاکمیت له ستونزو سره مخ شي.

ولسمشر د اووه باندې هېوادونو په غونډه کې ټینګار وکړ چې د ادراي فساد بحث به یوازې په خبرو نه خلاصه کېږي بلکې د هغې پر وړاندې باید عملاً مبارزه وشي.

حکومت په داسې حال کې د دې پدیدې پر وړاندې نوې هڅې پیلوي چې د روڼتیا د نړیوال سازمان په وروستي راپور کې افغانستان د سومالیا او شمالي کوریا وروسته په نړی کې درېیمه درجه په فساد ککړ هېواد ښودل شوی دی.

له دې ټولو سره د حقوقي چارو کارپوهان د فساد سره د مبارزې لپاره د ولسمشر په مشرۍ د شورا جوړښت ته خوشبینه دي.

د حقوقي کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر وايي چې که دا شورا له پیاوړې ارادې سره کار وکړي ګټوره به تمام شي.

هغه وویل:

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

"زه د دې شورا جوړښت ته خوشبینه یم خو په دې شرط چې دا شورا یوازې په نوم پاتې نه شي بلکې عملاً یوه ښه پروګرام او اغېزمن پلان په لاس کې ولري او د قانون په پلي کېدو عمل وکړي، ځکه چې د حامد کرزي په اداره کې هم د فساد سره د مبارزې په برخه کې بېلابېلې ادارې منځته راغلې خو عملي څه کار ونشو."

ښاغلی رنجبر وايي چې اوس نو د اداري فساد سره د مبارزې لپاره ډېرو هغو ادارو ته اړتیا نه شته چې د څو کلونو راهیسې فعالیت کوي خو کار یې اغېزمن نه وو.

د ادراي فساد سره مبارزه او په هېواد کې د بډې اخیستنې یا رشوت د رواج شوې پروسې ختمول له افغان حکومت څخه د عامو افغانانو او نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنه ده چې د دې شورا د کار له پیل سره به روښانه شي چې افغان حکومت دا غوښتنه تر کومه پوره کولای شي؟

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG