د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

څېړنه: نړۍ تر ټولو وختونو زياته چاغه شوې


نړۍ تر ټولو وختونو زياته چاغه شوې ده.يوه نوې څېړنه ښيي چې په نړۍ کې په ۱۰کې يو سړی او په اوو ښځو کې يوه د چاغوالي په ناروغي اخته دي.

دغه څېړنه د نړېوالې روغتيايي ادارې په مرسته د لندن د امپريل پوهنتون ساينسپوهانو کړې.

په ۱۹۷۵میلادي کال کې په نړۍ کې د خوارځواکو شمېر تر چاغو کسانو زیات وو خو تر ۲۰۱۴میلادي کال پورې دې هر څه تغير وکړل او په نړۍ کې د چاغو کسانو شمېر تر خوارځواکو ډېر شو.

د لانسيټ په نامه په یوه ژورنال کې نوې خپره شوې څېړنه ښيي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د نړۍ په کچه د سړېو چاغوالي درجه درې چنده زيات شوی دی چې له ۱۹۷۵ کال راهيسې له ۳.۲ فيصده څخه ۱۰.۸ فيصده زياته شوې ده.

په ښځو کې د چاغوالي درجه دوه چنده زیاته شوې ده چې په ۱۹۷۵میلادي کال کې ۶.۴ فیصده او په ۲۰۱۴م کال کې ۱۴.۹ فيصده وه.

په دغه څېړنه کې له ۱۹۷۵م کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې د ۲۰ میليونه بالغو کسانو بي.ايم.آی شمېرل شوی او مقايسه شوی دی.

بي.ايم.آی د يوه کس د قد په مقابل کې د هغه د وزن اندازه ده او څرګندوي چې ايا وزن يې څومره خطرناکه دی.

په اروپا کې د سويس او بوسنيايي ښځو بي.ايم.آی تر ټولو کم دی او د بریتانيې سړي په اروپا کې لسمه درجه تر ټولو زيات بي.ايم.آی لرونکي ثبت شوي دي.
په اروپا کې د سويس او بوسنيايي ښځو بي.ايم.آی تر ټولو کم دی او د بریتانيې سړي په اروپا کې لسمه درجه تر ټولو زيات بي.ايم.آی لرونکي ثبت شوي دي.

څېړنه دا هم ښيې چې جاپاني سړي او ښځې تر ټولو کم بي.ايم.آی لري.

په ښه اقتصاد لرونکو انګريزي ژبو هېوادونو کې د خلکو بي.ايم.آی په اوسط ډول د هغو هېوادونو د خلکو تر بي.ايم.آی زيات دی چې انګريزې ژبه نه وايي او متوسط اقتصاد لري.

په اروپا کې د سويس او بوسنيايي ښځو بي.ايم.آی تر ټولو کم دی او د بریتانيې سړي په اروپا کې لسمه درجه تر ټولو زيات بي.ايم.آی لرونکي ثبت شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په بریتانیه کې د سړو بي.ايم.آی ۴۲مه درجه او د ښځو ۶۷مه درجه ثبت شوی دی.

تر ټولو زيات اوسط بي.ايم.آی لرونکی هېواد ساموا دی چې په کې اوسط وګړي چاغ ګڼل کيږي.

په نړۍ کې يو فيصد سړي او دوه فيصده ښځې د چاغوالي په جدي ناروغي اخته دي چې د زيات وزن له کبله عادي فزيکې کارونه لکه په پښو تګ او سا اخيستل ورته ګران شي.

په ټوله کې ۵۵ مليونه بالغ انسانان د چاغوالي په جدي ناروغي اخته دي.

XS
SM
MD
LG