د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

شيرزاد: د انسان تښتوونکو مرکزونه په ناامنو سيمو کې دي


که له یوې خوا په ننګرهار کې د انسان تښتوونکو پېښې زیاتې شوي خو له بلې خوا د ننګرهار امنيتي او کشفي ځواکونو یو شمېر تښتول شوي کسان بيرته روغ سلامت د انسان تښتوونکو له منګولو راخوشې او خپلو کورنیو ته سپارلي.

۱۵کلن احمد وليد چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی و د دوشنبې په ماښام د امنيتي ځواکونو په هلو ځلو راخوشې او کورنۍ ته وسپاره.

په همدې هدف جوړه شوې خبري ناسته کې د دې ماشوم پلار ډاکټر محب الله شینواري وویل، انسان تښتوونکو د ده د زوی د راخوشې کيدو په بدل کې ترې ۱۰ لکه ډالر غوښتل چې د ده له توان څخه پورته و.

شيرزاد وايي، د تېرو درېیو مياشتو په موده کې دوی سره د انسان تښتوونې ۱۰ قضيي ثبت شوي
شيرزاد وايي، د تېرو درېیو مياشتو په موده کې دوی سره د انسان تښتوونې ۱۰ قضيي ثبت شوي

ښاغلي شینواري زیاته کړه:

"دې اختطافچيانو له مانه لس لکه ډالره غوښتل چې زه فکر کوم دا به د هیچا په توان نه وي خو زه له امنیه قومندان، جنايي مدير او نورو مسولینو نه مننه کوم چې زما د زوی په خلاصولو کې ډيرې هلې ځلې کړي."

د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي، د تېرو درېیو مياشتو په موده کې دوی سره د انسان تښتوونې ۱۰ قضيي ثبت شوي چې اکثرو ته يې رسيدګي کړې او پر پآتې نورو څيړنې روانې دي.

دی وايي، ددغسې قضيو څيړل او د ځالې معلومول ځکه ستونزمن دي چې د انسان تښتوونکو مرکزونه د حکومت تر کنټرول لېرې په ناامنو ساحو کې دي:

ښاغلي شيرزاد زیاته کړه:

"د دغسې انسان تښتوونکو مرکزونه بې له شکه په لېرو سیمو کې دي هغه ساحې ډيرې ناامنه دي د امنيتي ځواکونو لاسرسی ډير کم ورته کيږي خو که موږ ته معلومات راورسيږي چې د دوی مرکز په هر ځای کې وي د هغوی مرکزونه به له منځه یوسي."

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، امنيتي کسان لاهم د یادو قضيو پر څيړنو بوخت دي
د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، امنيتي کسان لاهم د یادو قضيو پر څيړنو بوخت دي

که څه هم امنيتي چارواکو په تېرو خبري ناستو کې په وار وار ويلي وو چې دوی به ډير ژر د انسان تښتوونکو اساسي مرکزونه تثبيت او عاملين ونيسي ولې د خلکو په خبره تر اوسه د دوی اصلي ځالې نه دي روښانه شوي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي، امنيتي کسان لاهم د یادو قضيو پر څيړنو بوخت دي او که په هر چا د تښتونې اسناد او شواهد پيدا شول دوی به يې د قانون منګولو ته وسپاري:

ښاغلي کندزي زیاته کړه:

"که موږ په دې پوه شو چې یو سړی دی په دې ښار کې اوسيږي او د انسان په تښتونه کې لاس ولري او موږ دې ورته ګورو دا به زموږ ډيره کمزوري وي خو زه درته ډاډ درکوم چې په هر چا اسناد او شواهد پيدا شي که هر څوک وي هغه به د قانون منګولو ته سپارو."

د ویلو ده چې تېره اوونۍ د افغانستان د سترې محکمې د ريس پلارهم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه راخوشې شوی و.

د امنیه قومندانۍ د مسولینو په خبره تر اوسه د تښتونې د قضيو په تړاو ۱۶ شکمن کسان نيول شوي او دوسيې يې څارنوالۍ ته استول شوي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG