د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

په بروکسل او وارسا غونډو کې د مرستو راجلبولو لپاره د حکومت هڅې


د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې نړیواله ټولنه باید د تېرو کلونو په څېر له افغانستان سره خپلې مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې حکومت دا غوښتنه د څارنې او همغږی د بورډ په ګډه غونډه کې هم مطرح کړي ده.

د افغان حکومت چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې د بروکسل او وارسا له غونډو مخکې به د نړیوالې ټولنې د ډېرې پاملرنې د جلبولو هڅې تېزې کړي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په کابل کې د څارنې او همغږی د ګډ بورډ له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې افغانستان په دې ناسته کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

ښاغلی حکیمي وايي چې د نړیوالې ټولنې د ژمنو بیا تازه کېدو دا غوښتنه د بروکسل او وارسا له غونډو مخکې ځکه کېږي چې په دغو جوړېدونکو غونډو کې نړیواله ټولنه بیا له افغانستان سره مرسته ته ژمنه پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه:

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په کابل کې د څارنې او همغږی د ګډ بورډ له غونډې وروسته وویل
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په کابل کې د څارنې او همغږی د ګډ بورډ له غونډې وروسته وویل

"له خپلو ملګرو مو غوښتنه دا ده چې باید لنډمهاله ژمنې نه وي لږ تر لږه باید پنځه کلنې ژمنې ولرو او بل دا چې د ژمنو او مرستو اندازه نږدې او یا دې د هغو ژمنو په شان وي چې پنځه کاله مخکې له افغانستان سره کېدلې او زموږ انتظار هم دا ده چې په دې اندازه وي."

له دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د شیکاګو په غونډه کې له افغانستان سره ژمنه شوي چې د امنیتي سکتور د پیاوړتیا لپاره به هر کال له افغان حکومت سره یو اعشاریه څلور ملیارده ډالر مرسته کېږي.

په همدې کال د توکیو په اقتصادي غونډه کې هم ژمنه وشوه چې په افغانستان کې د پرمختیایې کارونو څخه د ملاتړ لپاره به هر کال له دغه هېواد سره څلور میلیارډه ډالره مرسته کېږي.

اوس افغان چارواکي وايي چې د دوشنبې ورځې د څارنې او همغږی د بورډ په ګډه غونډه کې یې د برخه اخیستونکو هېوادونو څخه يې دا ژمنه تر لاسه کړه چې د بروکسل غونډې تر جوړېدو به دا هېوادونه د افغانستان لپاره د ملي پراختیا ستراتیژي بشپړوي.

ټاکل شوې چې د بروکسل ناسته د روان میلادي کال د مې په اوله او تر هغې دوه میاشتې وروسته بیا د جولای په میاشت کې د افغانستان سره د ژمنو لپاره د وارسا غونډه تر سره شي.

بل خوا بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم وایي چې هڅه به وکړي تر څو نړیواله ټولنه د افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره وهڅوي.

هغه زیاته کړه:

هایسم وایي چې هڅه به وکړي تر څو نړیواله ټولنه د افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره
هایسم وایي چې هڅه به وکړي تر څو نړیواله ټولنه د افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره

"افغانستان ډېرې ستونزې لري یوازې د مالي مرستو اخیستل د دغه هېواد ستونزه نه ده، بلکې ډېره اړینه ده چې ملاتړ کونکي هېوادونه په افغانستان کې پانګونه وکړي او د کار نتیجه داسې وي چې د هغو قناعت هم حاصل کړي او ووايي چې په افغانستان کې کار نتیجه ورکوي، موږ د نړیوالې ټولنې د استازي په حیث هڅه کوو چې تمویلونکي هېوادونه راضي کړو چې له افغانستان سره لږ تر لږه تر څلورو نورو کلونو پورې مرستې وکړي."

په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر مایکل میلیبن بیا په ډاډ سره وايي چې نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته په همدې ډول دوام ورکړي.

د افغانستان په اړه د بروکسل او وارسا جوړیدونکې غونډې له دې وړاندې هم مهمې یادې شوي او ټاکل شوې چې په دغو غونډو کې د ناټو د سازمان غړي او یو شمېر نور هېوادونه له افغانستان سره نوې مرستې اعلان کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG