د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۳

په ننګرهار کې د کرکټ د ملي لوبډلې تود هرکلی وشو


ننګرهار ته د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو راتګ په ډولونو، اتڼونو او نڅاګانو بدرګه شو.

د یکشنبې په مازیګر د جلال اباد ښار د بهسود پل ته څيرمه د فوټبال په نړېوال میدان کې د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو په ویاړ جشن جوړ شوی و چې د کرکټ په زرګونو مینوالو په کې برخه اخیستې وه.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي له ټولو ورغلو خلکو څخه مننه وکړه چې خپل اتلان يې په تودو ولولو بدرګه کړل.

ښاغلي کندزي زیاته کړه:

"د کونړ، لغمان، نورستان نه راغلو وکیلانو او تاسو ټولو نه مننه چې نن راغلی د اتلانو په ویاړ په دې خوشالی کې مو اشتراک کړی."

د کرکټ بورډ اجرایه رييس شفیق الله ستانکزي د ننګرهار ولایتي ادارې نه مننه وکړه چې د جلال اباد ښار اړوند ۲۵جریبه ځمکه يې د کرکټ ميدان ته وسپارله.

افغان کرکـټ ملي لوبډله
افغان کرکـټ ملي لوبډله

نوموړي ننګرهاریانو سره ژمنه وکړه چې ډير ژر به په یاده ځمکه کې د کرکټ نړېوال میدان جوړ کړي:

"ښه خبره دا ده چې د ننګرهار والي او ستاسو ښاروال صیب موږ ته په بهسود کې ۲۵جریبه ځمکه راکړه او موږ به ډير ژر په کې تاسو ته د کرکټ نړېوال میدان جوړ کړو."

که څه هم په دې جشن کې یوه برخه لوبغاړو خبرو ته ځانګړې شوې وه ولې په میدان کې د خلکو احساسات، شور او د زنده باد اتلانو نارې پرې دومره زوروې وې چې لوبغاړو یوازې د خپلو مینوالو ننداره کوله.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي داسې مهال له بې ساري هرکلي سره مخ کیږي چې د روان کال په نړېوالو شل اوریزو سیالیو کې د څلورو لوبو نه د یوې په ګټلو سره هېواد ته بريالی راستنه شوې.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG