د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

لاهم د افغانستان په۱۵۷۰ کلیو کې ماینونه او ناچاوده توکي شته


د افغانستان حکومتي چارواکي وایي چې لاهم د دې هېواد په ۶۱۱ کیلو متر مربع ځمکه کې ماینونه او نا چاوده توکې موجودې دي.

بیړنیو پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر د یکشنبې په ورځ د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په نمانځ غونډه کې وویل چې له ماینونو د دغو سیمو د پاکولو لپاره د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن وایي، ملګري ملتونه له یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو سره په همغږۍ د ماین پاکۍ په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

افغانستان هغه هېواد دی چې لاهم د نا چاوده توکو او ماینونو له ګواښ سره مخ دی او هره میاشت ۱۱۲ کسان په دې هېواد کې د ماینونو او نا چاوده توکو له امله مړه او ټپیان کېږي.

افغان چارواکي وایي چې پنځه سوه پنځوس ملیونه ډالرو ته اړتیا ده ترڅو په راتلونکو څو کلونو کې له ماینونو ډکې سیمې له ماینونو څخه پاکې شي.

بېړنیو پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک د یکشنبې په ورځ د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په نمانځ غونډه کې وویل چې اوس مهال په افغانستان کې ۴۲۰۰ ساحو کې ماینونه موجود دي.

ښاغلي برمک وویل چې دا ساحې ۶۱۱ کیلو مټره مربع ځمکه ده چې پنځلس سوه اویا کلي په کې شاملېږي:

بېړنیو پېښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد
بېړنیو پېښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد

"د افغانستان اسلامي جمهوريت د پرسونل ضد ماینونو د منع کنوانسیون یې لاسلیک کړی چې د هغه په مطابق باید تر ۲۰۲۳ کاله پوري په هېواد کې ټولې سیمې له ماینونو پاکې شي، دغه هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام ۵۲۴ تر ۵۵۰ ملیونو ډالرو ته تر۲۰۲۳ پوري اړتیا ده ترڅو موږ وکولی شو چې له دې نه په استفادې ۶۱۱ کیلو مټره مربع سلحات له ماینونو پاک کړو."

ښاغلي برمک وویل چې په څه باندې دوه نیمه لسیزه کې ۷۷ عشاریه اوه سلنه ساحې له ماینونو پاکې شوي او له ۱۹ ملیونو څخه ډير ماینونه او ناچاوده توکي تخریب شوي دي.

د ښاغلي برمک په وینا، د ماین پاکۍ پروګرام په ۱۹۸۹ میلادي کال کې په افغانستان کې پیل شو چې ډېر بریالی پروګرام و خو په وینا یې چې نا امنیې تر یوه حده خپل اغېز درلود.

بېړنیو پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر د معلوماتو په اساس د دغه پروګرام د پیل نه تر اوسه ۵۶۵ تنه د دې پروګرام کارکوونکي د دندې د ترسره کولو پر مهال تښتول شوي چې د قومي مشرانو او حکومت د هڅو په نتیجه کې بېرته خوشي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ماښام هم د ماین پاکۍ هلو ټرست د موسسې ۱۶ کار کوونکي په هرات کې د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شول چې د سیمې د خلکو او امنیتي ادارو په مرسته بېرته خوشي شول.

په همدې حال کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن وایې چې د دې سازمان دفتر او نور مرسته کوونکي ادارې د ماین پاکۍ پروګرام لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي:

کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن
کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن

"دا یو ابتکار دی چې موږ متعهد یو او موږ د یوه تل پاتې ثبات لپاره د ماینونو او ناچاودنه توکو د لمنځه وړلو لپاره تر ۲۰۲۳ کاله پورې خپلو هڅو ته دوام ورکوو."

په همدې حال کې د ماین پاکۍ ادارې وایي، تر هغې چې په افغانستان کې جګړه روانه وي دا هېواد به له ماینونو پاک نه وي.

دوی ټينګار کوي چې ټولې مسؤلې ادارې باید د عامه پوهاوي د پروګرامونو پرمټ خلک د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښونو خبر کړي ترڅو په دې هېواد کې د قربانیانو کچه کمه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG