د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

د استانبول په ناسته کې د امنیتي طرحې په رامنځته کېدو کار کېږي


د بهرنیو چار وزارت سیاسي مرستیال حمکت خلیل کرزی
د بهرنیو چار وزارت سیاسي مرستیال حمکت خلیل کرزی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمې له هېوادونو سره پر داسې امنیتي طرحې خبرې روانې دي چې د ګډو ګواښونو مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په کابل کې د استانبول پروسې د پنځمې تخنیکي ناستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې له سیمه ییزې همکارۍ پرته په افغانستان او سیمه کې امنیت نه شي ټینګېدای.

د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په خاطر د یوې هر اړخیزې طرحې د جوړولو خبره په داسې حال کې کېږي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جګړه روانه ده او روان لمریز کال هم له امنیتي پلوه ستونزمن اټکل شوی.

افغان چارواکو په افغانستان او سیمه کې د مخ پر زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د یکشنبې په ورځ په کابل کې د استانبول پروسې پنځمه تخنیکي ناسته رابللې وه.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي د یادې ناستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې په دغې تخنیکي ناسته کې د داسې امنیتي طرحې په جوړولو خبرې وشوې چې د ګډو خطرونو مخه ونیسي.

که څه هم ښاغلي کرزي د جوړېدونکې امنیتي طرحې په اړه جزییات ورنه کړل خو سپارښتنه یې دا وه چې تروریزم یواځې د افغانستان ستونزه نه بلکې د ټولو هېوادونو ستونزه ده او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي:

"په دې ناسته کې به داسې برنامې طرحه شي چې هغه کې به امنیتي مسؤلین هم برخه ولري او پر یوې منطقي برنامې کار وکړي دې برنامو زیاتې لاسته راوړنې لرلي."

تر دې دمه د استانبول پروسې چې د افغانستان په نوښت پیل شوې
تر دې دمه د استانبول پروسې چې د افغانستان په نوښت پیل شوې

د استانبول پروسه چې د اسیا زړه د هېوادونو غونډه هم ورته ویل کېږي په دوه زره یولسم میلادي کال کې په دې هدف پیل شوه چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې همکاري لا پیاوړي کړي.

تر دې دمه د استانبول پروسې چې د افغانستان په نوښت پیل شوې په افغانستان او سیمه کې د اقتصادي، سیاسي او په ځانګړې توګه د امنیتي همکاریو په باب پنځه ناستې شوې دي.

د دغه پروسي غړي هېوادونه هڅه کوي چې د سیمه ایزې همکارۍ له لارې په دغه هېوادونو کې موجوده ستونزو ته حل لاره ومومي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم چې د کابل په تخنیکي ناسته کې یې خبري کولې یو ځل بیا د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره سیمه ایزه همکاري مهمه وبلله.

ښاغلی هایسم وايي، ملګري ملتونه په افغانستان او سیمه کې د مخ پر زیاتیدونکي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره سیمه ییزي همکاري یو جدي ضرورت ګڼي.

هغه زیاته کړه:

"بعضي تروریستي ډلې په افغانستان کې دننه تخریب کوي او د افغانستان څخه دباندې د ورنکارۍ هوډ لري نو دغه حقیقت ته په کتو دغه مشکل د یوه هېواد له لورې نه شي حل کېدای او له افغانستان څخه دا توقع نه کېږي چې ټول بار پر خپلو اوږو واخلي."

د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره سیمه ایزه همکاري مهمه وبلله
د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره سیمه ایزه همکاري مهمه وبلله

په کابل کې د اسیا زړه هېوادونو په پنځمه تخنیکي ناسته کې ګډون والو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې وروستیو امنیتي پیښو ته په اشارې سره وویل چې تروریزم هېڅ دین او سرحد نه پېژني او که مخه یې ونه نیول شي ټولو به ترې زیانمن شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې که څه هم افغانستان د تروریزم د قرباني هېواد په توګه د دغه پدیدې پر وړاندې مبارزه کوي خو د سیمې هېوادونه هم باید په دې برخه کې اغېزمن او ګټور ګامونه پورته کړي.

د تروریزم د روزنې او تمویل ګوته تل پاکستان ته نیول کیږي او له دې وړاندې د پاکستان دصدر اعظم سلاکار هم منلې چې دوی پر وسله والو مخالفو ډلو نفوذ لري، خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان تراوسه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

راپور: محمد حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG