د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

نړیوال بانک مالیې وزارت ته ۱۶۰ میلیون ډالره امتیاز ورکړ


د افغانستان مالیې وزارت وايي، نړیوال بانک د کورنیو عوایدو د ډېرېدو له کبله یو ۱۶۰ میلیونه ډالرامتیازي پیسې ورکړي دي.

که څه هم د افغانستان په ګمروکونو کې تل د فساد خبره کېږي، خو د مالیې وزارت وايي، د کورنیو عوایدو د زیاتېدو له کبله نړیوال بانک ۱۶۰ میلیونه ډالر امتیازي پیسي ورکړي دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمزي او د بودیجې عمومي رییس ضیاوالرحمان حلیمي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې د عوایدو د ډېرېدو له کبله له افغانستان سره د نړیوال بانک امیتازی مرسته په تېرو ۱۵ کلونو کې بې سارې ده.

اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، له نړیوال بانک سره د افغان حکومت په ورستۍ ناسته کې دغه بانک ته د افغانستان مالي اصلاحات د قناعت وړ و نو ځکه له افغان حکومت ته یې ۱۶۰ میلیونه ډالره امتیازي پیسۍ ورکړي دي.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه:

"زموږ همکارانو چې د مارچ د میاشتې په ۳۰مه نېټه له نړیوال بانک سره ناسته درلوده په دې ناسته هغه فعالیتونه چې موږ کړي و د هغوی لخوا بریالي ارزیابي شول چې دا د افغانستان د ملت او حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه ده او له نیکه مرغه دغه کار ددې سبب شو چې موږ شاوخوا یو سلو شپیته میلیونه ډالره ترلاسه کړو."

تېرکال د افغان حکومت او د افغانستان لپاره د بیارغونې د وجهې صندوق چې مشري یې نړیوال بانک کوي ترمنځ داسې هوکړه وشوه چې د کورنیو عوایدو د زیاتېدو په بدل کې به تر راتلونکو درې کالو د کالو درې سوه میلیونه ډالره امیتازي پیسي ورکړي.

د ۱۳۹۴ مالي کال لپاره افغان حکومت ته د کورنیو عوایدو ۱۱۴ میلیارده افغانۍ هدف ورکړل شوی وو چې د مالیې وزارت په خبره له دغه هدف یې اته میلیارده زیات عواید ترلاسه کړي دي.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت د بودیجې عمومي رییس ضیاالرحمان حلیمي وايي، د ۱۳۹۵ مالي کال لپاره دوی ته د کورنیو عوایدو په برخه کې ۱۳۱ میلیارده افغانیو هدف ورکړل شوی چې په لومړۍ ربع کې یې څه باندې ۳۰ میلیارده افغانۍ ترلاسه کړي دي.

ښاغلی حلیمي هیله مندي ښي چې په روان مالي کال کې به هم د کورنیو عوایدو په برخه کې ټاکلي هدف ته ورسېږي چې دا به له حکومت سره د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو د بارو لپاره ګټورګام وي.

هغه وايي:

"هغه کورني عواید چې موږ د پیسو له نړیوال صندوق سره ژمنه کړې مطمین یو پورته به وي یو سلو یو دیرش میلیارده افغانۍ مو هدف ټاکلی چې دا د بودجې په سند کې هم راغلي او تراوسه شاوخوا درې دیرش، څلور دیرش میلیونه ډالره د مو ترلاسه کړي چې دا په مراتب د تېر کال د دریو میاشتو څخه لوړ دي."

د مالیې وزارت په داسې حال کې په مالي نظام کې د اصلاحاتو خبره کوي چې د جمعې په ورځ په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر خاص استازي په حکومتي ادارو کې له شته فساده انتقاد وکړ.

د مالیې وزارت وايي، دوی هم په ګمروکونو او نورو اړونده ادارو د فساد د صفر کېدو ادعا نه کوي، خو سپارښتنه یې دا ده تر هغې چې ولس، مدني ټولنې او رسنۍ د فساد په لمنځه وړلو کې له دوی سره همکاري ونه کړي په یوازې ځان د دغه ښکارندې پر وړاندې مبارزه بریالۍ کېدای نه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG