د لغمان ولایتي چارواکي وايي، څه موده وړاندې یو شمېر طالبان د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته د داعش جګړې ته ورغلي وو چې درې ورځې وړاندې دداعش لخوا وژل شوي.
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک د امنيتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شويو کې څلور مهم قومندانان هم شامل دي:
"په لغمان ولایت کې د طالبانو د دوو مشهورو قومندانانو، قوماندان چمن او قوماندان قهرمان نهه تنه کسان چې څه موده وړاندې اچین ولسوالۍ ته د داعش جنګ ته ورغلي وو درې شپې وړاندې ټول وژل شوي چې څلور کسان په کې مهم سرګروپان دي."
د ننګرهار ولایتي ادارې ددې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د اچین ولسوالۍ یوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل درې شپې وړاندې د داعش وسله والو د اچین ولسوالۍ د کرکړې په سیمه د طالبانو په یوه مرکز حمله کړې وه چې شاوخوا شل تنه طالبان يې وژلي و او پنځه يې له ځانه سره بېولي و.
که څه هم د بې پيلوټه الوتکو هوايي بریدونو سره د داعش وسله وال تر پخوا کمزوري کړي، خو بلخوا د طالبانو د اسلامي امارت او د داعش وسله والو ترمنځ وخت ناوخته خپل منځي جنګونه دوام لري.
راپور: شاه محمود شینواری