د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

د لښکرګاه او ګرشک ترمنځ سړک چارې تر اوږد ځنډ وروسته بیا پیل شوې


د هلمند مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ ترمنځ د پاتې سړک دجوړېدو چاري پیل شوي.

یاد سړک د نادعلي ولسوالۍ دچاه انجیر له سیمي تېرېږي او د هلمند مرکز لښکرګاه له ګرشک ولسوالۍ سره وصلوي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت مرستیال احمدولي شېرزي د یادې پروژې د کار د پیل پر مهال رسنیو ته وویل چې د دې سړک ۱۱ کیلومتره چې له وړاندې جوړ شوی دی او پاتې ۳۲ کیلومتره يې چې ۱۰ متره بر لري په دوو کلونو کې به يې چارې پای ته رسېږي.

ښاغلي شېرزي وویل چې د لښکرګاه ښار څخه تر ګرشک ولسوالۍ پورې د دې سړک د پروژې د جوړونې قرارداد يې د روف عزیزي شرکت ترڅنګ د شین ژانګ بیجنګ په نوم یوه چینايي کمپنۍ ته ورکړی دی او د پروژې د کار د شفافیت او ښه تطبیق لپاره يې ځانګړي لارې چارې په نظر کې نیول شوي دي:

نوموړي زیاته کړه:

"زه هیله لرم پر دې لار اووه غټ پلونه او ۳۰ نور پلچکونه په اساسي ډول جوړ سي او دا د هلمند لپاره یوه حیاتي پروژه ده، د دې سړک په پروژه کې به ګڼ شمېر خلکو ته هم د کار زمینه برابره سي، داچې د ایوه عام المنفعه پروژه ده نو ځکه يې دامنیت په اړه اندېښنه نه لرو او که چېري داسې ورته کېنو نو هېڅ کار نه شو بشپړولی."

د دغه سړک د پروژې کار دچاه انجیر په سیمه کي د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ امنیتي کمربند ته نږدي پیل شوی او د پروژي د پیل پر مهال هم وسله والو پر هغه وسایلو ډزې وکړې چې خاوره او چغل يې بار کړي و.

د نادعلي د ټولنیزي شورا غړي او د هغه سیمو خلک چې سړک ځیني تېرېږي وايي، د سړک د جوړېدو اړوند ډېرې سیمي د طالبانو په لاس کي دي، نو ځکه په دې شرایطو کي د پروژې بشپړول امکان نه لري.

د لښکرګاه څخه د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر او د هغه ځایه تر لوی مانده او سپین مسجد او ګرشک پورې د دغه غزېدلي لارې ټولې سیمې د وسله والو په ولکه کې دي.

حکومتي مسئولین وايي، د دې لپاره چې د سړک د جوړونې چارې د مالوم خنډ سره مخامخ نه سي نو په یادو سیمو کې به عملیات وکړي او موجوده تهدیدونه به له منځه یوسي.

د هلمند ولایت د مقام سرپرست او په هلمند کي د ۵۰۵ بست زون قوماندان عصمت الله دولتزی وايي، د پروژې امنیت ټنګولی سي او دم ګړۍ د سړک اړوند سیمو کې د عملیاتو پلان لري.

سره له دې چې په هلمند کې د بیارغونې کارونه پر صفر حساب دي، خو د اپه دې وروستیو درېیو کلونو کې په هلمند کي ستره پروژه ده.

یاد سړک ټول ۴۳ کیلومتره دی چې۱۱ کیلومتره يې له وړاندي جوړ سوی او د پاتې ۳۲ کیلومتره جوړولو چارې يې اوس پیل شوې.

دا نه ده معلومه چې د یاد سړک چارې په سیمه کې د نا امنیو او که د بودجې د نشتوالي له امله ځنډلې وي.

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG