د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۱۷

د پکتيا اوسېدونکي: په ځينو سيمو کې دې امنیتي پوستې جوړې شي


د پکتيا يو شمېر پورنفوسه ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې په ځينو لرو پرتو سيمو کې دې ورته د امنيتي وضعيت ښه والي لپاره حکومت امنيتي پوستې جوړې کړي.

دوی وايي، په ځينو سيمو کې د امنيتي پوستو د ايجاد سره سم په امنيتي وضعيت کې ښه والی راغلی دی او لا هم هيله لري، چې حکومت د راروان وخت لپاره امنيتي تدابير زيات کړي.

د پکتيا نږدې ولسوالۍ احمدابا اوسېدونکي د پوستو ايجاد ته خوشاله دي وايي چې د فېروزخېلو او نورو امنيتي پوستو ايجاد امنيت ډاډمن کړی دی، د احمدابا يو اوسېدونکی جمشېد:

"د احمدابا فېروزخېلو سيمه کې اوس امنيت ځکه ښه شوی دی، چې دلته په دې لوی سړک پوسته جوړه شوې او زموږ غوښتنه همدا ده چې په دې سيمو کې د ښه امنيت لپاره دې ځينې نورې پوستې هم جوړې شي، که حکومت دا کار وکړي، په دغه کال کې به زموږ د ولسوالۍ امنيتي وضعيت بيخي ښه شي او هغه مشکل، چې خلک ورسره مخ دي له منځه ولاړ شي، مخکې چې پوسته نه وه طالبان به سړک ته راوتل او خلک به يې تلاشي کول او سږ کال پوستې وضعيت ښه کړی دی."

دی دا هم وايي، چې د احمدابا په ځينو لرو پرتو سيمو کې د امنيت ښه والي لپاره حکومت ته پکار دي چې ځينې نوې پوستې جوړې کړي.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي نور الله هم ورته نظر لري او غوښتنه کوي چې حکومت دې په هغو ځايونو کې پوستې جوړې کړي چې له ګواښونو سره مخ دي او په خبره يې که دغه کار ونه کړي، ورځ تربلې به يې په سيمو کې امنيتي ستونزې زياتې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ځاځي اريوب ولسوالۍ سرګړ اوسېدونکی يم، له دولت نه مې غوښتنه دا ده چې په هغو سيمو کې دې امنيتي پوستې جوړې شي چې په کومو کې خلک له مشکلاتو سره مخ دي او دوی نه شي کولای له هغو لويو لارو تګ راتګ وکړي او يا له هغو سيمو ګواښل کيږي او که دا کار وشي، له دې سره به د خلکو مشکلات حل شي."

يوازې د يادو ولسواليو اوسېدونکي نه دي چې د نويو امنيتي پوستو ايجاد غوښتنه کوي، د پکتيا ولايت د ۱۳ ولسواليو اوسېدونکي ټول په دې نظر دي او د نويو پوستو جوړېدو غوښتنه کوي.

په پکتيا کې د چارو کارپوهان د خلکو دا غوښتنې پر ځای ګڼي وايي، چې که حکومت غواړي په لرو پرتو سيمو کې يې امنتي وضعيت ښه شي نو د خلکو غوښتنو ته دې مثبت ځواب ووايي، د پکتيا پوهنتون استاد خالد حبيب:

"که چېرته غواړو ښه امنيتي وضعيت ولرو، نو پکار ده چې د امنيتي برخو مسولين دې په هغو سيمو کې چې خلک يې غوښتنه کوي، امنيتي پوستې ايجاد کړي، په دې سره کېدلی شي امنيتي وضعيت ډاډمن شي."

د پکتيا د امنيت امر سمونوال محمد ايوب وايي چې د خلکو پرلپسې غوښتنو پر اساس يې په ځينو سيمو کې امنيتي پوستې ايجاد کړې او په ډېرو سيمو کې لا هم د امنيتي پوستو د ايجاد پلان لري:

"د خلکو په غوښتنه باندې چې په کومو ځايونو کې امنيتي مشکلات وي موږ غواړو په هغو ځايونو کې پوستې جوړې کړو او له تېر يو کال راهيسې د احمدخېلو ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو غوښتنه کوله، موږ هلته پوسته جوړه کړه د ولايت مقام په نويو تنظيماتو کې مو د سهاکو په چوڼۍ کې د احمدابا په ځينو ساحو او د ولايت په بېلابېلو برخو کې مو پوستې جوړې کړې او نورو ته پلان لرو او په دې سره تاسو او خلکو ته د ښه او ډاډمن امنيت اطمنان هم درکوو."

دی دا هم وايي، چې سږ کال به يې په ولايت کې د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت ډاډمن؛ ځکه وي چې دوی په پرلپسې ډول په خپلو امنيتي پوستو کې سوق او اداره زياته کړې او په خپله لوړپوړي چارواکي سيمو ته تللي او د امنيتي وضعيت ښه والي تدابير يې نيولي دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG