په کابل کې د باران ورېدو د دغه ښار اوسېدونکي خوشحاله کړي دي.
کابل ښاریان وايي، که څه هم باران الهي نعمت دی خو په کابل کې یې ورېدل خلکو ته د لنډې مودې لپاره د پاکې او ښکلې هوا د تنفس فرصت برابروي.
یو شمېر کابل ښاریان وايي، سږنی وچ ژمی ته په کتو په دې موسم کې د باران د ورېدو نه یوازې د کابل ښاریان بلکې افغان بزګران هم خوشحاله کړي دي.
که په کابل ښار کې د باران ورېدو یو شمېر ښاریان خوشحاله کړي خو ځینو خلکو ته یې ګڼې ستونزې هم پیدا کړي دي.
په کابل ښار کې د منظم کانالیزسیون د نه موجودیت له کبله د باران په ورېدو د دغه ښار ځینو واټونو ته اوبه راوځي چې بیا خلک له بېلابېلو ستونزو مخ کوي.
د ځینو کابل ښاریانو نظرونه دلته په لاندې ویډیو کې واورئ او وګورئ:
راپور: محمد حدیث پردیس