د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۶

کرکټ: ويسټ انډيز د هندوستان له ماتولو وروسته پایلوبې ته ووت


د پنجشنبې په ورځ د ويسټ انډيز او کوربه هندوستان ترمنځ د شل اوريز کپ دويم سيمې فاينل يا نيمه پاېلوبه وشوه چې ويسټ انډيز تر يوې په زړه پورې لوبې وروسته هندوستان ته ماتې ورکړه او فاېنل ته ورسېد.

دغه لوبه چې د ممبۍ په کرکټ سټيډيوم کې ترسره شوه، د ويسټ انډيز کپتان ډيرين سمي د ټاس تر ګټلو وروسته پکې د فېلنډينګ فيصله وکړه او لومړى يې هندوستان ته د لوبې بلنه ورکړه چې په ترڅ کې يې هندي ټيم په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په اوټ کېدو ١٩٣ رنزونه جوړ کړل او ويسټ انډيز ته يې د ١٩٤رنزونو هدف وټاکه.

د هندوستان له خوا د لوبې پيل روهيت شرما او اجېنکا ريهانى وکړ او دواړو خپل ټيم ته ښه پيل وکړ چې بيا وروسته روهيت شرما د ٤٣ رنزونو تر جوړولو وروسته اوټ شو.

د هندوستان تکړه لوبغاړي ويرات کوهلي د تل په څېر په دغه لوبۀ کې هم ښه او توده لوبه وکړه او د ٤٧ توپونو په لوبولو يې د ١ شپږيزې او ١١ څلوريزو پر مټ ٨٩ رنزونه جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو.

د ويسټ انډيز له خوا بدري او انډري رسل ي١_ ١ هندي لوبغاړى اوټ کړ.

له بلې خوا د ويسټ انډيز کرکټ ټيم هندوستان له خوا ورکړل شوى هدف تر يوې په زړه پورې لوبې وروسته د ٢٠ اور په ٤ توپ د ٣ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.

که څه هم د ياد ټيم پيل ښه نه و او تکړه لوبغاړى ګرېس ګېل يې د دويم اور په لومړي توپ د بومرا په بال اوټ شو، خو بيا وروسته چارلس او سيمينز ټيم ته اوږه ورکړه او د هندي بالرانو ښۀ مقابله يې وکړه.

د ويسټ انډيز کرکټ ټيم هندوستان له خوا ورکړل شوى هدف تر يوې په زړه پورې لوبې وروسته د ٢٠ اور په ٤ توپ د ٣ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.
د ويسټ انډيز کرکټ ټيم هندوستان له خوا ورکړل شوى هدف تر يوې په زړه پورې لوبې وروسته د ٢٠ اور په ٤ توپ د ٣ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.

د ويسټ انډيز له خوا چارلس په ٣٦ توپونو ٥٢ رنزونه جوړ کړل او سيمونز د ٥١ توپونو ٨٢ رنزونه جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو. په عين حال کې انډري رسل هم د ويسټ د درېم لوبغاړي تر اوټ کېدو وروسته ښه لوبه وکړه او او د ٤ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ يې په ٢٠ توپونو ٤٣ رنزونه جوړ کړل.

د هندوستان له خوا نهرا، کوهلي او بومرا ١_١ ويسټ انډيزي لوبغاړى اوټ کړ.

د ويسټ انډيز سيمونز د تودې لوبې په ترڅ کې د ٨٢ رنزونو د جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دا په هندوستان کې د روان شل اوريز کرکټ کپ دويم سيمې فاېنل و. تر دې مخکې ددې کپ لومړى سيمې د چهارشنبې په ورځ د نيوزيلينډ او انګلېنډ د ټيمونو ترمنځ شوى و چې انګلېنډ پکې نيوزيلينډ ته ماتې ورکړې وه او فاېنل ته وتلى و.

د روان شل اوريز نړېوال کرکټ کپ فاېنل يا لوېلوبه به د راروانې يکشنبې په ورځ د ويسټ انډيز او انګلېنډ د ټيمونو ترمنځ د انګلستان په کولکتې ښار کې ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې ويسټ انډيز په خپل ګروپ کې د څلور لوبو له ډلې درې ګټلې وې او يوه يې افغانستان ته باېللې وه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG