د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۹

انګلستان د کرکټ په شل اوريز جام سیالیو کې پای لوبې ته ووت


د چهارشنبې په ورځ د ډهلي په فيروز شاه کوټله لوبغالي کې د انګلېنډ او نيوزيلينډ ترمنځ د شل اوريز کپ لومړۍ نیمه پایلوبه وشوه چې انګلېنډ په کې نيوزيلينډ ته په ماتې ورکولو فاينل ته ورسېد.

د انګلستان کپتان د ټاس تر ګټلو وروسته د فېلډينګ فيصله وکړه او لومړى يې نيوزيلينډ ته د لوبې بلنه ورکړه چې په ترڅ کې يې نيوزيلينډ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په اوټ کېدو ١٥٣ رنزونه جوړ کړل او انګلستان ته يې د ١٥٤ رنزونو هدف وټاکه.

د نيوزيلينډ له خوا د لوبې پيل د تر په څېر کپتان کيم ويليسن او مارټن ګپټل وکړ، خو په ١٧ رنزونو کې د ياد ټيم لومړى لوبغاړى مارټن ګپټل تر ١٥ رنزونو جوړولو وروسته اوټ شو.

د نيوزيلينډ له خوا کپتان ويلمسن او منرو ښه لوبه وکړه او دواړو په ترتيب ٣٢ او ٤٦ رنزونه جوړ کړل او د ټيم رنزونه يې ١٥٣ ته ورسول.

د انګلستان بى.اى سټوکس د نورو بالرانو په پرتله ښه بالېنګ وکړ او په خپلو ٤ اورونو کې يې د ٢٦ رنزونو په ورکولو ٣ نيوزيلينډ لوبغاړي اوټ کړل.

د نيوزيلينډ له خوا کپتان ويلمسن او منرو ښه لوبه وکړه او دواړو په ترتيب ٣٢ او ٤٦ رنزونه جوړ کړل او د ټيم رنزونه يې ١٥٣ ته ورسول.
د نيوزيلينډ له خوا کپتان ويلمسن او منرو ښه لوبه وکړه او دواړو په ترتيب ٣٢ او ٤٦ رنزونه جوړ کړل او د ټيم رنزونه يې ١٥٣ ته ورسول.

له بلې خوا د انګلستان ټيم د نيوزيلينډ له خوا ورکړل شوى هدف د خپلو اوپنرانو په تودې لوبې د ٣ لوبغاړو په اوټ کېدو د ١٨ اور په لومړي توپ پوره کړ.

د انګلستان له خوا جي.جي روى او الکيس هيل لوبۀ توده لوبه وکړه چې اليکس هيل تر ٢٠ او روى په ٤٤ توپونو د ٢ شپږيزو او ١١ څلوريزو په مټ ٧٨ رنزونه جوړ کړل.

کله چې د انګلستان کپتان مورګن له رنز جوړولو پرته اوټ شو، نو جوى بټلر راغى او توده لوبۀ يې پيل کړه.

نوموړي د ١٧ توپونو په لوبولو، د ٣ شپږيزو او ٢ څلوريزو په ٣٢ رنزه جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو.

د نيوزيلينډ له خوا ايش سودي ٢ انګليسي لوبغاړي وسوځول.

نيوزيلينډ په روان شل اوريز کپ کې خپلې څلور واړه لوبې ګټلې وې او په خپل ګروپ کې يې لومړى پوزېشن اخيستى و.

د انګلستان جى.جى روى تودې لوبې په ترڅ کې د ٧٨ رنزونو د جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې وړ ده چې په هندوستان کې د روان شل اوريز کرکټ کپ دويم سيمې فاينل يا نيمه پاېلوبه به نن د کوربه هندوستان او ويسټ انډيز د ټيمونو ترمنځ وشي چې ګټونکى به يې د راتلونکي مياشت په ٣ مه نېټۀ د کلکتې په ايډن ګارډڼ کې له انګلستان سره فاېنل ته لار ومومي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG