د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

رنجبر: د چارواکو استعفاوې به په نظام کې خلاوې رامنځته کړي


په افغانستان کې یو شمېر کارپوهان وايي چې د لوړو پوړو حکومتي چارواکو په استعفاوو سره به د هېواد په نظام کې خلاوې رامنځ ته شي.

د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبر له ازادي راډیو سره په مرکه وویل چې یو شمېر حکومتي پوه چارواکي غواړي له اوسني نظام سره خپلې اړیکې پرې کړې.

په دې وروستیو کې د ځینو نا تایید شوېو راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزیر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خپلې استعفا ګانې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي دي.

پخوا تر دې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس، د ملي امنیت عمومي رییس او ورپسې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ریيس استعفا ورکړي دي.

په دې اړه زموږ همکارې مرضیې احمدزۍ له ښاغلي رنجبر سره مرکه کړې او په سر کې یې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د استعفاوو د علت په اړه پوښتنه کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG