د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

هېواد ته د افغان کرکټ ټیم د راتلو تود هرکلی وشو


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په هندوستان کې د کرکټ د ۲۰ اوریز نړیوال جام نه وروسته نن سې شنبې هېواد ته راستون شو.

د افغان کرکټ ټیم زرګونه مینه وال چې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي میدان ته ورغلي و په اتڼوڼو او خوشالیو سره یې د ملي ټیم هر کلی وکړ.

د افغان لوبغاړو هرکلي ته د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړي هم ورغلي و.

هغه مینه وال چې د لوبغاړو د ستایلو لپاره د حامد کرزي نړیوال هوايي میدان ته ورغلي و ازادي راډيو ته وویل چې دوی په خپلو اتلانو ویاړي:

"ډېر زیات خوشحاله یو، دلته راغلي یو تر څو دغه خوشحالي له ملي اتلانو سره له نږدې ولمانځو، هيڅ حد یې نه شم ویلی چې څومره خوښ یو."

"موږ ډېر خوشاله یو چې ویسټ انډیز ته مو ماتې ورکړه، له ډېري خوښۍ نه نور څه نه شم ویلي ډېر یې مینه وال یو زنده باد افغانستان."

په ورته وخت کې افغان لوبغاړي هم وايي چې دوی به هڅه وکړي چې له دی لا زیاتې بریاوي له ځانونو سره افغانستان ته راوړي.

د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي شهزاد محمدي ازادي راډیو ته وویل چې دوی پر ځان باوري دي چې په راتلونکو سیالیو کې به افغانستان ته نوري بریاوې هم رواړي:

"د هېواد والو دعاوي وې چې، د ویسټ انډز په شان ټیم مو مات کړو، ان شاءالله که ستاسي دوعاګانې وي نو ان شاءالله راتلونکي کې چې کومې سیالۍ دي هغه به هم وګټو، موږ هم له خلکو نه واورېدل چې له پاکستان سره دری سیالۍ لرو نو ان شاءالله کولی شو چې هغه هم مات کړو."

د کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې افغان ټیم د نړۍ د پیاوړو ټیمونو په وړاندې ښه لوبه وکړه او له دې وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ هڅه کوي چې د لوبغاړو لپاره نوري تمریناتي سیالۍ هم په لاره واچوي.

دا چې اوس افغانستان د کرکټ ملي ټیم له دغو سیالیو وروسته د جدول په کومه درجه کې قرار لري د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي یې په اړه وايي:

"تاسي ته معلومه وه چې له دی وړاندې موږ له بنګله دېش نه هم مخکې و یعني په شل اوریزو کې د جدول له مخي موږ په نهم مقام کې ځای لرلو، خو د ویسټ انډیز نه د لوبې په ګټلو سره به ان شاءالله د کرکټ د نړیوالی شورا لخوا به موږ ته پنځلس ­­ــ شپاړس پواینټه راکول کېږي چې اوس موږ لا هم په نهم مقام کې ځای لرو."

په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې افغانستان د څلور پیاوړو ټیمونو سره چې په هند کې دغه لوبې تر سره کېدلې مخ شو چې په پایله کې افغان ټیم وتوانېده د خپلو ښو لوبو په تر سره کولو سره له دغو څلورو نه یوه لوبه وګټله او درې نوري سیالۍ یې په ډېر کم توپیر سره انګلیستان، سریلانکا او جنوبي افریقا ټیمونو ته وبایللې.

عام افغانان او په نړۍ کې د کرکټ پوهان وايي چې افغان ټیم اوس په نړیوال سټنډرډ لوبه کوي او د افغان ټیم راتلونکي ښه ارزوي.

راپور: محمد ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG