د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

نورستاني: چا استعفا ته نه وم اړ کړی


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر وایي، چا استعفا ته نه و اړ کړی بلکه د هېواد ملي ګټو ته په پام سره یې په خپله خوښه د کمېسیون له ریاسته استعفا کړې ده.

محمد یوسف نورستاني له ازادي راډیو سره په مرکه کې دغه راز وویل، هیله من دی چې په استعفا سره یې د انتخاباتو لانجه هواره شي او هم نړېوال د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره چې ټاکل شوې د روان کال د میزان په ۲۴ ترسره شي، د افغانستان له حکومت سره مالي مرستې پیل کړي.

خو نورستاني په خپل وخت د دغو انتخاباتو د ترسره کولو په اړه شک څرګند کړ او زیاته یې کړه، تر اوسه کمېسیون ته لازمه بودجه نه ده ورکړل شوې او ډیر کارونه په مخ کې دي چې ترسره کول یې وخت ته اړتیا لري.

نوریاس نوري له ښاغلي نورستاني څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د انتخاباتي اصلاحاتو په تړاو د انتخاباتو لانجه له څو میاشتو راهیسې روانه وه، ولې یې اوس د استعفا پریکړه وکړه؟ ښاغلي نورستاني په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG