د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

افغانستان په کرکټ سیالیو کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن وېسټ انډيز ته د کرکټ په نننۍ شل اووره نړيواله مسابقه کې ماتې ورکړه.

لوبه افغانستان پيل کړه چې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره يې سيال ټيم ته د ١٢٤ منډو هدف ورکړ.

وېسټ انډيز چې اته لوبغاړي يې سوځېدلي وو، يوازې د ١١٧ منډو په کولو بريالى شو.

د افغانستان د بېټنګ پر مهال تر ټولو زياتې منډې نجيب الله ځدراڼ وکړې. ده په ٤٥ توپونو ٤٨ منډې وکړې او د مسابقې غوره لوبغاړى شو.

دغه مسابقه د هند په ناګپور ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ټیلیفوني اړیکې له لارې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د دغې بریا مبارکي ورکړه.

په ورته وخت کې نورو لوړپوړو دولتي چارواکو هر یو په خپل وار سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریا مبارکي دغې لوبډلې او د افغانستان ټول ملت ته ورکړې ده.

د هېواد اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي دي؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د کرکټ په نړۍ کې تاریخ پرېښود، زموږ خلک په بې صبرۍ سره په تمه دي څو هغوی په غېږ کې ونیسي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د وېسټ انډیز په وړاندې د افغانستان د کرکټ ملیي لوبډلې د بریا مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپلې تويټر پاڼه کې لیکلي دي؛ په ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د وېسټ انډیز په وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا دې د هېواد ټولو شریفو خلکو ته مبارک وي او خپلو اتلانو ته ستړي مه شئ وایو.

هیله من یم چې د افغانستان ځوان نسل د ورزش په څېر په ټولو برخو کې، خپل هېواد او خلکو ته ویاړ وبخښي او د دغه هېواد بیرغ او نوم لوړ وساتي.

XS
SM
MD
LG