د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

کابل پوسټ: د نورستاني استعفا به نورې ستونزې هم وزیږوي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشر استعفا او روان امنیتي وضعیت ته ځانګړي کړي دي.

کابل پوسټ ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د نورستاني استعفا به نورې ستونزې هم وزیږوي.

په مطلب کې راغلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر احمدیوسف نورستاني په خپله خوښه استعفا نه ده کړې بلکې استعفا ته اړ ایستل شوی چې دا د قانون خلاف یو کار دی.

د مطلب لیکوال د نظر د خاوندانو په حواله لیکلي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو استعفا ته نه بلکې د انتخاباتي نظام اصلاح ته اړتیا ده.

د ورځپاڼې په باور، د قانون له مخې نورستاني لاهم دوه کاله وخت درلود چې خپلې دندې ته یې دوام ورکړی وای، خو په استعفا لیک کې یې لیکلي چې د ملي ګټو په خاطر له دندې لاس په سر شو.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې احمد یوسف نورستاني ممکن د سیاسي امتیاز په بدل کې خپله دنده پريښې وي.

په سرمقاله کې راغلي چې د نورستاني له استعفا سره به د انتخاباتو د اصلاح چارې پیل شي او هغه قانوني خنډونه به هم له مخې لېرې شي چې پخوا حکومت د نوېو کمېشنرانو د معرفي کولو په برخه کې درلودل.

د سرمقالې لیکوال ویلي، نورستاني حق درلود چې تر دوو نورو کلونو پورې هم خپلې دندې ته دوام ورکړي او د قانون له مخې حکومت حق نه لري چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د ورځپاڼې په باور، اوس حکومت ته په کار ده چې د انتخاباتو د اصلاح لپاره له ولس سره کړې ژمنې عملي کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د امنیت د خرابوالي په اړه یوه راپور کې لیکلي چې افغان ځواکونه په لرې پرتو سیمو کې خپلې پوستې او پوځي مرکزونه پریږدي.

ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي لیکلي چې د پکتیا، پکتیکا او غزني یو شمېر امنیتي چارواکو ته له کابله لارښونه شوې چې په لېرې پرتو سیمو کې خپلې پوستې او قرارګاوې راټولې کړي او پر ځای یې منتظره قطعات جوړ کړي.

په مطلب کې د ولسي جرګې د غړي نادر خان کټوازي په حواله لیکل شوي چې د پوستو له منځه وړل د طالبانو پرمختګ ته فرصت برابروي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د تروریزم ګواښونه نړیوال اړخونه لري.

په مطلب کې د بلجیم وروستیو خونړېو حملو ته اشاره شوې او لیکوال ویلي، د بلجیم د خلکو درد د افغانستان په څیر ولس ښه درک کولای شي ځکه چې له تیرو څو لسیزو راهیسې یې جګړو ژوند تریخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG