د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۰۶

سرخط: ایا پاکستان د افغان سولې ټينګښت ته ژمن دی؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د سولې روانې پروسې او په شمال کې د جنبش او جمعیت ګوند د پلویانو ترمنځ را ولاړو شوو اختلافاتو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د سولې په اړه یوه تحلیلي مطلب ته دا سرلیک ورکړی چې سوله د کورنیو ښامارانو په خوله کې.

په مطلب کې راغلي، سوله د افغانستان جدي اړتیا ده، خو یوشمېر کړۍ شته چې په جګړو کې خپلې ګټې لټوي او نه غواړي چې له طالبانو سره سوله وشي.

د مطلب لیکوال ویلي، د سولې مخالفې کړۍ اکثره حکومتي چارواکي دي او له دې وېره لري که طالبان او حزب اسلامي په حکومت ور ګډ شي، په حکومت کې به د دوی ونډه کمه شي.

که څه هم لیکوال د دغو مخالفو کړیو یادونه نه ده کړې، خو د بلخ د سرپرست والي یادونه یې کړې چې ویلې یې دي، د سولې په بهیر کې هیڅ ډول معامله ورته د منلو نه ده.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ایا پاکستان په افغانستان کې د سولې ټينګښت ته ژمن دی؟

په سرمقاله کې د پاکستان د صدر اعظم وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، اسلام اباد د افغانستان د سولې په بهیر کې مخلصانه هڅې کوي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، تر اوسه افغانان د پاکستان له همکارۍ څخه راضي نه دي.

د ورځپاڼې په باور، پاکستان په داسې حال کې د سولې په پروسه کې له همکارۍ په شا شوی چې له دې وړاندې د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې پر طالبانو نفوذ لري او د طالبانو مشران هم په هغه هېواد کې اوسېږي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په شمال کې د جنرال عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور د پلویانو ترمنځ مخالفتونو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې شمال او د ستونزو نوې څپې.

په مطلب کې راغلي، د دوستم او نور د پلویانو ترمنځ مخالفتونه اوس د ازبک او تاجک قوم ترمنځ د مخالفت بڼه غوره کړې او دواړه لورې د خپل ژوند بقا د همدې مشرانو په ژوند کې لټوي.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا مطلب کې د جنرال عبدالرشید دوستم خبرې را اخیستي چې له خپلو پلویانو یې غوښتي، سوله ییزې مظاهرې باید پای ته ورسوي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، ولسمشر د جنبش او جمعیت ګوند د پلویانو ترمنځ د مخالفتونو د پای ته رسېدو وس نه لري.

په مطلب کې راغلي چې په دغو مخالفتونو کې تراوسه شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي او ولسمشر هم یو پلاوی ټاکلی څو دغه مخالفتونه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG