د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

لاهم د کابل بانک سلګونه میلیونه ډالره له پوروړو نه دي ترلاسه شوي


د کابل بانک د تصفیې مدیرت وايي چې لا هم په سلګونو میلیونه ډالر د کابل بانک له پوروړو نه دي ترلاسه شوي.

د کابل بانک د تصفیې مدیرت مرستیال محمد احسان اعیاني وايي چې د کابل بانک له اصلي پوروړو خلیل الله فیروزي سره هغه مقاوله چې درې میاشتې وړاندې لاسلیک شوې وه او له سلو میلیونو ډالرو څخه زیاته وه بیرته فسخه شوې ده.

که څه هم د ولسمشر پخواني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي ویلي و چې د کابل بانک له پوروړو یې پنځه سوه شپیته میلیونه ډالره ترلاسه کړي خو د کابل بانک د تصفیې مدیرت وايي چې دوي تر اوسه 443.5 میلیونه ډالره د کابل بانک له قرضدارانو حصول کړي دي.

د کابل بانک د تصفیې مدیرت مرستیال محمد احسان اعیاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل بانک له اصلي قرضدار خلیل الله فیروزي سره د یو سلو اته دېرش میلیونه ډالرو هغه مقاوله چې درې میاشتې وړاندې لاسلیک شوې وه بیرته فسخه شوې ده.

ښاغلي اعیاني زیاته کړه:

"له هغې وروسته چې خلیل الله فیروزي بیرته ولاړ یو سلو اته دېرش میلونه ډالره بیرته ریورس شوې چې دا دقرضونو یوه لویه برخه ده چې تراوسه مو نه ده ترلاسه کړې خو نور قسطونه په نورماله توګه تحولیږي او خلک زموږ تر جدي جلب لاندې دي."

کابل بانک په دوه زره لومړي میلادي کال کې فعالیت پیل کړ او د افغانستان یو له لویو خصوصي بانکونو څخه شمېرل کیږي.

خو دغه بانک په دوه زره لسم کال کې هغه مهال له دیوالې کېدو سره مخامخ شو چې اصلي سهم دارانو او مدیرانو یې په غیرې قانوني توګه 900 میلیونه ډالره له بانکه ووېستل.

که څه هم پخواني ولسمشرحامد کرزي هڅه وکړه چې له دغه بانکه وېستل شوې پیسې بیرته ترلاسه شي خو د ځینو دلایلو له کبله پر دغه کار بریالی نه شو.

د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو ولسمشر غني د کابل بانک د قضیې د جدي څیړولو امر وکړ او تاکید یې دا وو چې باید ددغه بانک پیسې بیرته ترلاسه شي.

په همدې حال کې د کابل د تصفې مدیرت وايي، د کابل بانک 265 پوروړو خپل ټول حسابونه تصفیه کړي او څلور دېرش تنو سره د جایداد د ضمانت قراداد شوی دی.

د اعیاني په وینا د کابل بانک له ۴۲۳ پیژندل شو پوروړو ۲۴ تنه یې خپل حسابونه نه دي تصفیه کړي چې دوي هم څارنوالۍ ته ورپیژندلې دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ بیا وايي چې د کابل بانک یوه افغانۍ به پوروړو ته ونه بخښل شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي آزادي راډیو ته وویل هغه پوروړي چې د خپلو حسابونو تفصیې ته حاضر نه دي په هرځای کې چې وي حکومت به یې پلټنه وکړي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:

"زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې ستاسو یوه افغانۍ هم په مقروضینو نه پاتې کیږي موږ متعهد یو چې د کابل بانک هغه پورونه او هغه پیسۍ چې د کابل بانک نه اخېستل شوې دي ټول به د افغانستان بیت المال ته سپارل کیږي."

د کابل بانک د تصفیې مدیرت وايي، د کابل بانک ۱۴ لوی پوروړي چې خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود هم په کې شامل دي او نږدې شپږ سوه میلیونه ډالره پوروړي دي د خپلو حسابونو تصفیه ته نه دي حاضر.

د تصفیې مدیرت وايي چې د مارشال فهیم ورور قسیم فهیم او د حامد کرزي ورور محمود کرزي د خپلو پورونو لویه برخه ورکړې او پاتې لږه برخه بې ډېر ژر حصول شي .

له دې ټولو سره ـ سره د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون غړی شیر ولي وردګ وايي، که څه هم خلک هیله لري چې د کابل بانک پیسې بېرته حصول شي خو حکومت له پوروړو سره جدي او قانوني چلند له دې کبله نه دی کړی چې اکثر دغه پوره وړي په قدرت کې برخه لري.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG