د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

افغان حکومت بریالی شوی چې"حکمتیار"د سولې د خبرو میز ته راولي


د افغانستان حکومت هیله من دی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب سره سوله وکړي.

دغه ګوند چې افراطي ګڼل کیږي غواړي د قدرت د ویش په یوه پروګرام کې کابل سره یوه لار ونیسي.

خو حکومتي چارواکي وايي، وروسته تردې چې د وروستیو انتخاباتو په نتیجه کې د ملي یووالي حکومت جوړ او واک وویشل شو د قدرت د نور ویش لپاره به دومره ځای پاته نه وي.

د افغانستان حکومت بریالی شوی چې ګلبدین حکمتیار د سولې د خبرو میز ته راولي.

نوموړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د خبرو د پیل لپاره شرط نه دی ایښی.

د کابل حکومت اوس د ګلبدین حکمتیار په وړاندیز چې غواړي په حکومت کې داخلیدو لپاره له جنګه لاس واخلي غور کوي.

کابل غواړي چې هغه ته یو اغیزمن مقام پیدا کړي.

د ګلبدین حکمتیارپه مشرۍ اسلامي حزب چې د افغانستان د حکومت او د نړېوالو ځواکونو وسله وال مخالف ګڼل کیږي یوه اوونۍ مخکې یې کابل ته د یوه پلاوي په رالیږلو سره پلازمینه کې خبرې وکړي. داسې هیله هم شته چې د سولې پروسې ته د حزب اسلامي راتګ به نور مخالفین لکه طالبان هم خبرو ته وهڅوي.

د کابل د حکومت یوه چارواکي چې د خپل نوم د اخیستو څخه یې ډډه وکړه ازادي راډیو ته وویل، اسلامي حزب غواړي په دې مرحله کې په حکومت کې شریک او په ملکي او امنیتي موسسو کې ورته برخه ورکړل شي.

دغه چارواکي ویلي چې حکومت د حزب نظریات او وړاندیزونه اوري او په غوښتنو یې غور کوي خو تر اوسه کومه نهايي پریکړه شوې نه ده.

دغه چارواکی زیاتوي چې اوس مهال په حکومت کې دومره ډیر ځای پاته نه دی چې د واک په ویش کې حکمتیار ته ورکړل شي ځکه چې د وروستیو انتخاباتو ګټونکی اړخ له معرفي پرته واک وویشل شو.

مخکې د سولې د عالي شورا چارواکو څو ورځې مخکې ویلي وو چې اسلامي حزب سره توافق به په دوه یا درې ورځو کې نهايي شي.خو د دغې شورا یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې راتلونکې دوشنبې د دواړو خواوو شرطونه ګډ کمېسیون ته استول کیږي او تر څيړنو وروسته به د پریکړې لپاره د شورا مشرتابه ته وړاندې شي.

د کابل او د ګلبدین حکمتیار د اسلامی حزب ترمنځ د سولې خبرې وروسته له دې ممکنې شوي چې دغه ګوند خپلو شرطونو کې آسانتیا راوستله .

څارونکي په دې باور دي که حکمتیار د کابل حکومت سره یوځای شي طالبان به هم د سولې خبرو ته زړه ښه کړي.

واشنګټن چې یو مهال یې حکمتیار د تروریستانو په لیست کې شامل کړی وو د سولې پروسې ته یې د راتګ هرکلی کړی دی .

په کابل کې د امریکا د سفارت یو ویاند ازادي راډیو ته په خپل یو ایمیل کې لیکلي دي چې واشنګټن د افغانستان له حکومت سره د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب د خبرو هرکلی کوي او له دغه ګونده غواړي چې د افغانستان له خلکو سره سوله وکړي.

د امریکا د سفارت ویاند زیاتوي:

"څنګه چې جمهور رئیس اوباما ټینګار کوي د سولې او روغې پروسه چې افغانانو پورې اړه لري د جګړې د ختمولو یواځنۍ ډاډمنه لار ده او په افغانستان او سیمه کې اوږدمهاله سوله او آرامی تامینوي."

د کابل خلک هم هیله من دي چې د سولې پروسې ته د اسلامي حزب راتګ سره به نور مخالفین هم یو په بل پسې دغې پروسې ته راستانه شي.

XS
SM
MD
LG