د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۰

ننګرهار: ځانمرګي برید ته چمتو ماشوم ځان حکومت ته تسلیم کړ


د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، یوه ۱۲ کلن ماشوم چې د پاکستان په یوه مدرسه کې ځان وژونکي برید لپاره تيار شوی و دوه ورځې وړاندې افغانستان ته د راتګ سره سم يې ځان امنيتي ځواکونو ته سپارلی دی.

دغه ماشوم ابوذر نومېږي او د پېښور د وزير باغ اوسېدونکی دی.

دی وايي، په ماشومتوب کې يې مور مړه شوه او پلار يې معتاد دی نو ترونو دی په مدرسه کې داخل کړ.

دا چې په مدرسه کې څنګه ځان وژونکي برید ته تيار شوی په دې اړه وايي:

"زه وړوکی وم زما مور وفات شوه زما پلار معتاد و بیا ترونو مدرسه کې واچولم بيا هلته ما تقریباً دوه نیم کاله درس وکړو بیا د هغې نه پس دا یو کال ماته د جهاد درس شروع کړو او هلته به يې راته ویډيو ګانې ښودلې او ویل به يي په افغانستان کې ظلم روان دی هلته به يي راته دا ښودل چې افغانستان کې د شهادت مرګ دی او مخامخ به جنت ته لاړ شې بیا يې ویل څوک تیار دی بس ما ورته وویل هسې نه زما څوک نشته زه به لاړ شم."

ابوذر وايي، کله چې دی افغانستان ته راځي او په یوه مسجد کې د افغانستان پولیس او اردو پر لمانځه ګوري نو له خپلې پرېکړې په شاه شوی او د سیمې خلکو نه يې غوښتنه کړې چې پولیسو ته ځان تسلیم کړي:

"هلته راته وویل چې ته تورخم ته لاړې بیا به د لالپورې موټر کې کېنې او هغه به دې بوزې هلته ستا تصویران موږ ورکړي چې ورسېدې بس واسکټ به درکړي، زه چې لالپورې ته راغلم یوه مسجد ته لمانځه لپاره ورغلم هلته ګورم چې پولیس او پوځ په لمانځه و بیا ما ځان سره فکر وکړ چې هلته خو ماته يې ویل افغانستان کې ظلم دی او ټول کافران دي او دلته مې چې وکتل ټول مسلمانان و بیا مې هلته یوه چاته وویل پولیس ته يې وسپارلم او دلته راغلم."

ابوذر وايي، هلته په پېښور کې څوک نه لري او که بېرته لاړ شي نو بيا به د خپلو هغو استادانو لاس ته ورشي چې ځان وژونکي برید لپاره يې تیار کړی و.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي وویل دغه ماشوم ۲۴ سېپارې حفظ هم کړی او ورته ډاډ يې ورکړ چې دی به خپلې دیني زده کړې دلته سرته ورسوي:

"نو دا ماشوم داسې سیمې ته راغی چې اوس دی باید د قران کریم ښه قاري شي او همدغه اسلامي تعليمات زده کړي او دده په شان نورو ځوانانو ته ديني زده کړې ورکړي او د علم په رڼا ښایسته شي."

له دې وړاندې په وار وار یوشمېر دولتي چارواکو او د حالاتو کتوونکو رسنیو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې وې چې د پاکستان په ځينو مدرسو کې د افغانستان لپاره تنکي زلميان ځان وژونکو بریدونو ته تيارېږي او په خبره يې اکثرا بریدګر د ډيورنډ کرښې له هاخوا څخه را استول کېږي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG