د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

"داعش ډله په ننګرهار کې تر ماتې وروسته نورستان او کونړ ته تللې"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسؤلین وايي چې په ننګرهار کې د داعش ډلې له ځپل کېدو وروسته دې ډلې په کونړ او نورستان کې خپل تحرکات پیل کړي دي.

داعش که پرون د ننګرهار ولایت اوسېدونکو ته سرخوږی و، نن یې د کونړ او نورستان ولایتونو خلکو ته جدې اندېښنې راپیدا کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان چې د ملي امنیت عمومي ریاست له مرستیال عبدالمتین بیګ او د دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رییس عبدالله خان سره یو ځای د مشرانو جرګې غونډې ته غوښتل شوی و، وایي چې داعش اوس نورستان او کونړ ته مخه کړي.

ښاغلي رحمان وویل وروسته له هغه چې داعش ‌ډله په ننګرهار کې وځپل شوه په نورستان او کونړ کې خپل تحرکات پیل کړي دي.

نوموړي د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومې غونډه کې وویل چې د داعش ډلې مرکز په ننګرهارکی له منځه تللی او دا ډله د نوې مرکز د جوړېدو په لټه کي ده:

"په ننګرهار ولایت د داعش مرکز په بشپړ ډول له منځه تللی دی، دا ډله په اچین او هسکه مېنه کې نور د فعالیت توان نه لري، خو داعش ډلې خپل تحرکات اوس په نورستان او کونړ کې پیل کړي دي."

له دې څرګندونو وروسته امنیتي چارواکي د سناتورانو له تندو غبرګونونو سره مخ شول او دغو سناتورانو په ځانګړي ډول د هېواد په ختیځ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو اندېښه وښوده.

مشرانو جرګه
مشرانو جرګه

د نورستان یو شمېر استازو هم په دې ولایت کی له خراب امنیتي وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړه.

په مشرانو جرګې کې د نورستان استازي عبدالطیف نهضتیار وویل که چېرې د دغه ولایت امنیت ته پام ونشي نو په راتلونکي پسرلي کې به د نورستان یوشمېر ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ شي.

نورستان ولایت
نورستان ولایت

نوموړي وویل چې وسله وال مخالفین د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله ډېر تجهیزات او پرمختللي وسلې لري:

"د داعش ډلې فعالیتونه موږ ته د اندېښنې وړ دي، خلک د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کوي، د دوی کورونو ته اور اچول کېږي، دا ډېر لوی وحشت دی چې په دې ولایت کې روان دی."

په دی وروستیو کې د امنیتي وضعیت خرابوالی، د یوشمېر ولسوالیو سقوط، د وسله والو طالبانو د حملو زیاتوالی او په هلمند ولایت کې د هغوی پرمختګ د مشرانو جرګې له عمده اندېښنو څخه وې.

همدارنګه د هلمند په جګړې کې د پاکستان لاسوهنه، د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د توغندیو بریدونه، وسله والې غلاوې، په کابل ښار کې د انسان تښتونې پېښې ۲۰۱۶ کال ته امنیتي تدابیر، او د کابل ـ واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پوره نه عملي کېدل له نورو موضوعاتو وو چې سناتورانو پرې خبرې وکړې.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز د ارکان رییس عبدالله خان وویل چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې به په کندز کې عملیات پیل شي.

نوموړي د سناتورانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په یوشمېر ولسوالیو کې شاته تګ د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي او د هغوی د محاربوي توان لوړېدو په خاطر و:

"دقیقاً موږ یوشمېر پوستې او سیمې پریښې دي، دلیل دا و ترڅو د افغان ځواکونو محاربوي قدرت لوړ کړو، موږ هڅه کړې ترڅو د دغو سیمو په پریښودو سره افغان ځواکونو ته د تلفاتو څخه مخنیوی وکړو او پری نږدو چې افغان ځواکونه محاصره شي."

نوموړي وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو۵۰ سلنه امنیتي پوستې یا کمې شوې او یا هم امنیتي مراکزو نوته انتقال شوي دي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په غونډه کې کله چې د خبرو وار د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال عبدالمتین بیګ ته ورسېد دغه ناسته سرې اعلان شوه.

په عمومی توګه د کورینو چارو او دفاع وزارتونو د چارواکو خبرو د مشرانو جرګې د یوشمېر غړیو قناعت حاصل کړ خو یوشمېر نوریې له غونډې ووتل.

دوی ټينګار کاوه چې امنیتي چارواکي د هېواد له وضعیت څخه سم راپور نه وړاندې کوي او روان وضعیت او حقایق د ملي شورا له غړو پټ ساتل کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG