د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د غرڅو مخکني ښکاریان اوسني ساتونکي دي


د کابل په ختيځ کې د غرڅو د ښکار له کبله د دغو ژویو شمېر کم شوی دی او د دې خطر و چې نسل يې له منځه ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې يا «يو. اېن. ډي. پي» د پخوا ښکاریان وو اوس ساتونکي دي په نامه يو مطلب خپور کړی دی.

په دغه مطلب کې «يو. اېن. ډي. پي» د هغو غرڅو په اړه ليکلي چې نسل يې له ورکېدو سره مخامخ شوی دی.

داود د لومړي ځل لپاره يوه غرڅه هغه وخت ښکار کړه چې ۱۲ کلن وو.

پلار به يې دی له ځان سره په نيمه شپه د ښکار لپاره بېوه، په توره شپه کې به داود دومره بېرېده چې لاسونه به يې رېږدېدل، وروسته ده د غرڅو ويشتل زده کړل.

دا د داود په کوچني کلي کې ورځنی ژوند وو.

د داود کلی د کابل په لوېديځ کې پروت دی او له نسلونو راهيسي د دې ځای خلکو د غرڅو ښکار کاوه.

په دغې سيمه کې غرڅې ډېرې وې او غوښه يې ډېره خوندوره وه او له پوستکي يې خولۍ جوړېدې.

د دغو غرڅو ښکار دومره اسانه و چې یوه کوچني هلک هم ويشتلای شوای ځکه هر چا د دوی ښکار کاوه.

خو اخر د غرڅو کمېدل پيل شول، د «يو. اېن. ډي. پي» د راپور له مخې، کله چې د غرڅو شمېر کمېدل پيل شو، دا څرګنده شوه چې بايد په دې اړه اقدامات وشي که نه نو دا له خطر سره مخامخ ژوي ښايي له افغانستانه ورک شوي وی.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروژې دفتر د نړيوال چاپېريال اسانتيا د کوچنیو فنډونو د پروګرام له لارې ځايي مشران او خلک راټول کړل چې پاتې غرڅو ته خوندي ځای جوړ کړي تر څو نسل يې زيات شي.

کليوالو پر۲۰ زره مکعب متره ځمکه کټاره وګرځوله او غونډې يې جوړې کړې چې په کې دوی پر ښکار د بنديز لګولو موافقه وکړه، دوی د دغه ځای ساتلو لپاره يو کس هم وټاکه.

د پلان له مخې، کله چې د غرڅو نفوس زيات شي، دوی به له کابله د راتلونکو کورنيو لپاره د سیل د ځای برخه شي.

په دې کار سره به ځايي خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

XS
SM
MD
LG