د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

"۱۳۹۵کال به د زراعت له پلوه د افغانستان لپاره بنیادي کال وي"


ولسمشر محمد اشرف غني وايي هیله لري چې ۱۳۹۵ لمریزکال د زراعت له پلوه د افغانستان لپاره بنیادي کال وي.

ولسمشرد یکشبنې په ورځ په کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون ته د وینا پر مهال وویل، تر هغې چې افغان بزګران هوسا نه شي، سولې او ثبات ته رسیدل امکان نه لري.

د معمول په څیر سږ کال هم د کال په لومړۍ ورځ په کابل کې د بزګرو دودیزه میله جوړه شوه.

دغه میله او زراعتي نندراتون چې د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په بادام باغ سیمه کې جوړ شوی و، د ولسمشر غني په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتو څخه بزګرانو پکې برخه اخیستې وه.

ولسمشر غني همدغه نندارتون ته د وینا پرمهال هیله وښوده چې روان کال به د کرنې له پلوه د افغانستان لپاره بنیادي کال وي او په دې برخه کې یې د حکومت له اړخه د ځانګړو پلانونو د پلي کېدو خبره هم وکړه:

"د دې امید شته چې سږنی کال د زراعت په برخه کې د بدلون بنیادي کال وي او په راتلونکو دریو کلونو کې وګورو چې د افغانستان بزګر پر خپلو پښو ودریږي ځکه چې که بزګران راحت نه وي افغانستان نه امن ته رسیدای شي او نه ثبات ته."

په ورته وخت کې ولسمشرغني د بزګرو په میله کې په هېواد کې د ابو پر غیرې عادلانه وېش هم انتقاد وکړ.

ښاغلی غنی وايي که د افغانستان اوبه مهار او په عادلانه توګه ووېشل شی، نو د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو ترڅنګ به هېوادوالو ته د ښې راتلونکې زمینه برابره کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې پر بهرنیو میوو به تعرفې یونیم سل فیصده لوړه شي.

د کرنیزو چارو کارپوهان وايي، ترهغو چې په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ نه شي د کرنې پرمختګ امکان نه لري.

د کرنیزو چارو کارپوه عبدالله واحد یار وایې، د ځمکو غصب، د امنیت نشتوالی او په ټوله کې د زراعت مهم سکتور ته د حکومت کمه پاملرنه په افغانستان د دغې برخې د پرمختګ مخه ډب کړې ده:

"نا امني یواځیني شی دی چې ټول ملت ورڅخه رنځ وړي. طبیعي خبره ده چې دهاقین هم د دغه ملت وګړي دي او دوی هم نه شي کولای تر کومه چې په کار ده زراعت تهت وده ورکړي. حکومت باید د سیلابونو مخه و نیسي، امنیت تامین کړي. زما په نظر باندي دغه پروګرامونه چې څومره دوی آماده کړي او په فایل کې و رسوي دا به یواځي په فایل کې پاته وي او عملي جنبه به و نه لري. "

افغان ولسمشر په داسې حال کې د زارعت پر اهمیت ټینګار کوي چې لاهم افغان بزګران انتقاد کوي چې تر دې دمه حکومت په هېواد کې د زراعت د ودې لپاره جدي ګامونه نه دي پورته کړي.

کانونه او د افغانستان د زارعت وده د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له ترټولو غوره لار بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG