د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۰

تېر کال د افغان حکومت بهرنی سیاست نامتوازن و


په دیارلسوه څلور نوویم کال کې د حکومت بهرنی سیاست نامتوازن و.

د ملي یووالي د حکومت بهرني سیاست په دیارلسوه څلور نوویم کال کې ډېرې ښکته پورته درلودې.

په تیر یوه کال کې د افغانستان د بهرني سیاست په برخه کې مهمې پېښې وشوې.

په دغه راپورکې مو په دیارلسوه څلورنویم کال کې له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو تمرکز کړی.

که څه هم د ملي یووالي د حکومت مشران ادعا کوي چې بهرنی سیاست په تېرکال کې کامیابه و خو د بین المللي چارو کارپوهان بیا د افغانستان سیاست ناکامه او بې لاسته راوړنې ګڼي.

د دغه کارپوهانو په وینا په تېر یوه کال کې د ملي یووالي د حکومت بهرنی سیاست یوازې له طالبانو سره د سولې په خبرو متمرکز و او بس.

په کابل پوهنتون کې د بین المللي اړیکو استاد نجیب محمود ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د بهرني سیاست د تقویت په برخه کې په دغه موده ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړل او په ورته وخت کې دا یې هم ونشوای کړای چې پاکستان او نورو هېوادونو ته د سولې د خبرو د پیل لپاره قناعت ورکړي.

ښاغلي محمود زیاته کړه:

"له شک پرته کله چې موږ په کورني سیاست کې له ستونزو سره مخامخ یو نو هغه پر بهرني سیاست هم خپل منفي اغیز لري، په تېر یو کال د افغانستان بهرنی سیاست تر ډیره د سولې پر خبرو متمرکز و موږ د دې شاهدان وو چې افغان حکومت هڅه کوله چې د سولې په برخه کې نړۍ ته قناعت ورکړی."

سیاسي کارپوهان وايي، د افغانستان او پاکستان اړیکې تل ناانډوله وې، دوي وايي که څه هم ولسمشرغني پاکستان ته د خپل تاریخي سفر پر مهال هڅه وکړه چې د حامد کرزي د حکومت په ورستیو کې له پاکستان سره خرابې شوې اړیکې بیرته ښې کړي خو د لنډې مودې وروسته بیا دغه اړیکې تر بل هروخت خرابې شوې.

د بهرني سیاست تحلیګران وايي، ولسمشرغني پر پاکستان له حده زیاد باور وکړ خو له لنډې مودې وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوي او ولسمشرغني د جوزا د میاشتې په نولسمه نیټه د پاکستان پر وړاندې خپل بهرنی سیاست روښانه کړ.هغه وویل:

"پاکستان په تېرو ۱۳کلونو کې له افغانستان سره په یوې نااعلان شوې جګړې کې قرار لري خو هېڅ هېواد نه شي کولای په زور پر افغانستان خپل غوښتنې ومني."

د ولسمشرغني د دغه اعلان وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا ورځ تر بلې پیاوړې کیده او ان تر دې چې حکومت د شاه شهید په خونړۍ پیښه کې پاکستان ګرم وباله.

افغانانو په بې مخینې توګه اقدام وکړ چې له دې وروسته به پاکستاني توکي نه پیري.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د رغېدو په هدف امریکايي چارواکو مداخله وکړه او داسې فیصله وشوه چې له طالبانو سره د خبرو په هدف د امریکا او چین په ګډون د هماهنګۍ څلور اړخیزه ډله جوړه شي.

له هغې وروسته د افغانستان او پاکستان د اړیکو په برخه کې نوی باب پرانستل شو.

خو د بین المللي اړیکو کارپوهان بیا د افغانستان بهرنی سیاست نامتوازن او بې لاسته راوړنې ګڼي.

که څه هم اندیښنه دا وه چې د کابل او اسلام اباد په نږدې کېدو به هند ناراضه شي خو په تېر یوه کال کې د افغانستان او هند اړیکې د پخوا په څیر ګرمې وې، باور دا دی چې هند هم په دې پوهیږي چې د افغانستان او پاکستان تازه رغول شوې اړیکې هیڅکله په ستراتیژیګه دوګه دوام نه شی موندلی.

د افغانستان له ګاونډیانو سره د اړیکو په باب له ایران سره بیا اړیکې دوستانه تعقیب شوي دي.

ولسمشرغني په دیارلسوه څلور نوویم کال کې د امریکا، اروپايي ټولنې، ایران، هند، ترکمنستان او چین په ګډون ګڼو هېوادونو ته سفرونه درلودل.

په یادو سفرونو کې د ولسمشرغني ډېر تمرکز د اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د سولې په بهیر کې د یادو هېوادونو پر وڼدې او اقتصادي همکاریو و.

د ولسمشرد ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي په دې اړه وايي:

"تېرکال کومې هڅې وشوې او ولسمشر چې بهرنیو هېوادونو ته کوم سفرونه درلودل او له بېلابېلو هېوادونو سره تماسونه یې ونیول پایله یې داوه چې د سیمه په کچه د یوه دولت په حیث د افغانستان اعتبار لوړ شو او ترڅنګ یې زموږ د شریکو او همکارو هېوادونو سره دې هوکړې ته ورسیدو چې په امنیتي او اقتصادي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي."

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دیارلسوه څلور نوویم کال کې بلجیم، بریتانیا، قزاقستان، امریکا، تاجکستان، مصر، چین، ایران او هند ته دولس بهرني سفرونه کړي دي.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، د ملي یوالي حکومت وکړای شول په بهرني سیاست کې کامل وضاحت رامنځته کړي.

د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات هم یوه له هغه عواملو بلل کیږي چې پر بهرني سیاست یې بده اغیز پریښې.

د ولسي جرګې د بین المللي اړیکو کمېسیون وايي، د افغانستان بهرنی سیاست په ډېرو مواردو کې له کورنیو ستونزو څخه اغیزمن وو.

د دغه کمېسیون غړی داوود کلکاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یوازې دوی یوه منفعلانه ډیپلوماسي کارولې ده متاسفانه د ډاکټرعبدالله او ولسمشرغني ترمنځ اختلافاتو هم د هېواد پر بهرني سیاست بد اغیز کړی او دغه اختلافات د دې لامل شوی چې په بهرنی سیاست یې کامیابه نه وي."

پرحکومت د سیاسي کارپوهانو او د ولسي جرګې د غړو لوی انتقاد دا دی چې د بهرني سیاست په برخه کې ځانګړې او منظمه پالیسې نه لري.

خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیر الله ازاد بیا وايي، د بهرني سیاست پالیسي جوړه شوې او ملي شورا ته استول شوې ده.

ښاغلي ازاد وویل:

"د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو او د بهرنیو چارو وزارت په مشرتابه کې د تغیرات په راوستو د هېواد د بهرني سیاست په برخه کې اساسي او مهم ګامونه پورته شول، په تېرکال چې مهم کار موږ کړی هغه د بهرني سیاست د اصولو برابرول دي، موږ دغه اصول او پالیسي ملي شورا ته هم استولې ده."

ښاغلی ازاد وايي، ډېر ژر به اقتصادي عامه او د اوبو لپاره ډیپلوماسۍ جوړه شي.

کارپوهان وايي، د افغان حکومت بله ناکامي په تېرکال کې دا وه چې په بهر او بیا په خاصه توګه د اروپا په پولو کې یې د افغان مهاجرو ستونزې حل نه کړې.

له دې ټولو اندیښنو سره ـ سره د ملي یووالي د حکومت مشران بهرنی سیاست کامیابه بولي.

ولسمشرمحمد اشرف غني د ملي شورا د شپږم تقنیني کال په پرانیست غونډه کې وویل:

"نن ټول په دې پوهیږي چې په اوسنۍ نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ متقابلې اړیکې په تحولاتو او لویو انسدادونو کې مهم رول لري، د ملي یووالي حکومت وکړای شول چې له نړۍ سره د اړیکو په رغولو کې اقدام وکړي، لازمه وه نړۍ ته دا اعتماد ورکړل شي چې افغانستان د دوي لپاره ښه شریک کیدای شي، موږ وتوانیدو چې د افغانستان د امنیتي او دفاع ځواکونو لپاره د نړۍ ملاتړ ترلاسه کړو. "

چارواکي وايي، د ملي یووالي حکومت په تیر یوه کال کې هڅه کړې چې افغانستان په سیمه کې پر یوه ټرانزیټي مرکز بدل شي او بهرنی سیاست یې هم تر ډیره پر دغې موضوع متمرکز و.

ټاپي، کاسا زر، د چاه بهار بندر، د لاجوردو لار، د ریل پټلۍ جوړول له هغو مهمو پروژو څخه دي چې د ملي یوالي د حکومت مشران یې د افغانستان او سیمې لپاره ګټورې بولي.

کارپوهان وايي د ملي یوالي حکومت باید داسې ملي پالیسي انتخاب کړي چې د هېواد لوی ګټې په کې خوندي وې.

XS
SM
MD
LG