د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

شېرزاد: ۱۳۹۴ کال په ننګرهار کې د داعش لپاره بد کال و


د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د داعش ډلې ځپلو ته پوره چمتووالی لري.

د ننګرهار په یوشمېر برخو کې د داعش ډلې حضور اوس هم دې سیمې ته جدي ګواښ بلل کېږي، خو د نوې لمریز کال په راتلو سره د دغه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره لازم تدابیر لري.

د ننګرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ۱۳۹۴ کال په ننګرهار کې داعش ډلې لپاره ناوړه کال و او افغان ځواکونه وتوانېدل چې دې ډلې ته درانه تلفات واړوي.

ښاغلي شېرزاد وویل چې افغان ځواکونه به په نوې کال کې هم د لازمو تدابیرو په لرولو سره د دې ډلې په وړاندې ودرېږي:

"په ډېر شمېر سیمه ییز پولیس موږ ته د کورنیو چارو وزارت منظور کړي وو هغه موږ ځای پرځای کړي دي، پوره تجهیزات لري، پاڅونکوونکي تقریباً د زرو کسانو په شاوخوا کې یوازې په اچین او نازیانو کې ځای پرځای کړي دي پوره تدابیر لرو."

ښاغلی شېرزاد وایی، چې په ۱۳۹۴ کال کې د ننګرهار په بېلابېلو برخو کې د داعش ډلې د غړیو تلفات ۱۹۵۰ تنو ته رسېږي او همدارنګه د دې ډلې مرکزونه په اچین، نازیان او کوټ کې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

په ننګرهار کې د داعش ډلې فعال حضور د دې سبب شو چې په ۱۳۹۴ کال کې د دې ډلې په وړاندې پراخ پوځي عملیات ترسره شي.

له بلې خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼې ازادي راډيو ته وویل چې په روان کال کې له درې سوو څخه ډېر پوځي عملیات په دې ولایت کې ترسره شوي دي.

ښاغلی خوګياني وایي، د دغو عملیاتو په نتیجه کې نېږدې ۲۰۰۰ د دولت ضد وسله وال مخالفین وژل شوي دي چې ډېری یې د داعش ډلې غړي و.

تردې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په ننګرهار کې د داعش ډله له سختې ماتې سره مخ شوې او په یوشمېر نورو ولایتونو کې دا ډله ونه توانېده چې خپل نفوذ پراخ کړي.

خو په دې ورستیو کې د کندز او بلخ چارواکو په دې ولایتونو کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پیل خبره کړې وه.

دې سره هم مهاله په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي وایي، دوی تمه لرله چې داعش ډله به سږ کال په بشپړ ډول ځپل کېږي چې داسې ونشول.

د ولسي جرګې غړي عصمت الله شینواري وایی، هیله من دی چې په راتلونکي کال کې افغان حکومت په دې برخه کې ښه پرمختګونه ولري:

"عملیات څو ځلې د ننګرهار په بېلابېلاو برخو کې شوي دي، تلفات دښمن ته اوښتی دی، خو هغومره چې تمه وه چې دا ډله به په بشپړه توګه لمنځه لاړه شي خو داسې ونشول هیله من یو چې په راتلونکي کال کې یو څه حکومت پرمختګ وکړي."

داعش ډلې د ۱۳۹۴ لمریز کال په لومړیو کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې خپل فعالتونه پیل کړل او وروسته د افغانستان په نورو برخو کې د دې ډلې د حضور راپورونه ورکړل شول.

خو یوشمېر کارپوهان وایي، سره له دې چې داعش ډله په نړۍ کې تر ټولو شتمنه ډله ده خو دا ډله د یوشمېر حساسیتونو له وجې نه ده توانېدلې چې په افغانستان کې وده وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG